کابل د امو لوبډلې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمری ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د شپګیزې لیګ دوهمه لوبه د کابل بازانو او امو نهنګانو تر منځ ترسره شوه. دغې لوبې کې کابل په یوې احساساتي لوبې کې د امو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. کابل بازانو د یو شمیر لوبغاړو غوره توپ وهنې سره په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له  لاسه ورکولو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لپاره اصغر ستانکزی په ۲۶ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۶، کریم جنت په ۱۸ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ او شوکت زمان په ۲۶ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۲۵ منډې جوړې کړې. محمد سمیع په یوازې ۱۶ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د امو نهنګانو لپاره جاوید احمدي تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۹ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې. شرف الدین اشرف دوه او یمین احمدزی، میرویس اشرف او عثمان غني یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې که څه هم د امو نهنګانو لپاره سلمان بټ او جاویډ احمدي ښه توپ وهنه وکړه خو بیا هم ونه توانید چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.

د امو نهنګانو لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې د سلمان بټ او جاوید احمدي غوره توپ وهنې سره په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۳ منډې جوړې کړې.

د امو نهنګانو لپاره جاوید احمدي په ۳۴ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۸ منډې جوړې کړې. سلمان بټ په ۵۲ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۱ او طاهر خان په ۱۱ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۰ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د کابل بازانو لپاره نواز خان دوه او محمد سمیع او راشد خان یوه یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د