اسلامي امت د ویر په ساندو کې!

پتنګ انتظار

غربیانو شرقي نړۍ اشغال کړې ده، او د مسلمانانو په حریم یې تیری کړی دی.

دلته جنګ دی، ځور دی، قتل دی، وینې بهیږي؛
مسلمانان په تورو شپو کې د ظلم تیرې تورې، بد رنګ ځنځیرونه، او د دار پیرړې تسمې، او تنابونه زغمي.

ابو جهل، عتبه، شیبه، او ورسره د عبیب ابن سلول لوی  لښکر په رنګا رنګ جامه کې یو ځل بیا په مسلمه امت را کوچیدلی، غواړي زمونږ لار ښودونکی قرآن،او احادیث، محوه کړي، کعبه ونړوي، حتی چې د نبوي حرم تر دیوالو پورې ورسیدل؛
دوی غواړي چې اسلامي امت همداسې د ویر په ټغر تلپاتې و اوسي.

خو؛
ستا امت د بدر، احد، حنین او…….
د نورو غزواتو اوږد تاریخي شالید لري، هغه تاریخ چې د اسلامي شریعت د بقاء اواعلاء لپاره ټول په قربانیو کړاو،ربړو، ستونزو، زحمتونو، لوږو، تندو،اسارت، زخمونو په سرو وینو لیکل شوی دی.

هغه تاریخ؛
چې بلال پکې په سرو سکروټو د الله تعالی په وحدانیت په زګیرویو کې د احد احد چیغې وکړې خو ستا دین یې پرینښود.
هغه تاریخ چې؛
ابوبکر صدیق د اسلام په خاطر مسلمانانو ته ټوله هستي قربان کړه….
او هغه تاریخ چې د عمر، حمزه، خالدبن ولید، رضی الله عنهم او نورو صحابه وو
تیرې تورې پکې کږې او ماتې شوې، او د اسلام په ننګ یې خپل سرونه، اومالونه لیلام کړل؛
خو د کفر هر ځواکمن لښکر ته یې د نوک ځواب په سوک ورکړ؛
مونږ د هماغه تاریخ پیروان یو، په قربانیو کې مو دریغ ندی کړی،  همدغه امت دی چې د اسلام او قرآن په نامه، خپل یوسفي ښایستونه، د کفر په برجورو کلاوو کې د درد او کړاو سره د تورو تمبو شاته، تورې شپې صبا کوي.
د مدینې سرداره!
په تا ستا په اهل، ستا په صحابه وو دې پریمانه درود او سلامونه وي.
امت دې له داسې شازلمو ډک دی چې ستا په مینه، ستا په نوم، ستا د لقاء لپاره دومره په تلوار کې شول، چې له نازکو ابدانو یې د باروتو خونړي کمربندونه تاو کړل، په ډیر تلوار یې ستا د ښمنان، ستا د ځوریدلي امت سرسخته دښمنان په خپلو خلیلي پنجو کې  واخیستل، ځانونه یې وریت کړل خو ستا دین او ستا محصور امت ته یې د غیرت ننګ او شجاعت اوږد تاریخ پریښود.

شرقي نړۍ په اور کې وریته شوه، ماشومان مو ذبحه شول، میندې بورې، خویندې ورارې، د مسلمانانو هستوګنځي وران او ویجاړ پراته دي، د ابوجهل له لارویانو د بشریت لار ورکه ده، کوم ناتار، کومه ناروا چې یې له واکه کیږي، په مسلمانانو د دوی له لوري تعمیلیږي؛
غواړي په خپلو بې دریغه نارواوو ستا محمدي غرا شریعت ته د پای ټکی کیږدي، او په دنیا خپل صهیونیستي حاکمیت تر لاسه کړي.
امت دې له قربانیو نه دی ستومانه، په بدن کې یې لا توده وینه شور کوي، ژوند ورته بې معنی ښکاري، قربانۍ ته ملا تړلی ولاړ دی خو؛
اسلامي امت له خپل هډ، له خپل لاس ځوریږي.
هغه دا چې؛
ستا په امت کې  ډیرو داسې مټورو، په صحت او عافیت پوره انسانانو د بې غیرتۍ، ذلت او بې ننګی ژوند غوره کړی دی، نه د الحاد نارواوې درک کولای شي، نه د خپلې خاورې په درد، او نه هم د اسلام په درد کومه ورځ دردمن شول.
دنیوي خواهشاتو، مادیاتو، د خپل اهل او عیال محبت د کفر تر سیوري لاندې، د بغاوت او بې ننګۍ او بې غیرتۍ شپو صبا کولو ته اړ کړي دي…….!

اې مؤمنانو!
سره له دې چې وروڼه، خاوره او وطن مو د ظلم تورو تیارو وخوړل، اسلام قرآن او پیغمبر  مو په تمسخر ونیول شول، په قربان شویو  علماوو، حافظانو، طالبانو مو خاورې امبار شوې، له زندانونو د مظلومیت واویلا جوړه ده؛
په یتیمانو مو کوڅې ډکې دي، او د بیلتانه سوې کوکارې وهي؛
په خپل هیواد په خپل حریم د کفري یلغار ناولي قدمونه، په کوم ایمان په کوم وجدان تاسې زغملی شئ؟!
افسوس څومره بې غیرته ژوند ….
څومره بې درده بې خبره اولس ….

وایي:
سرو وینو کې پروت په پت کې ښه یم
نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته

راشئ د اسلامي امت ستومانه لښکر ته یوه د تکیا امساء ورکړئ، د اسلام لویدلي بیرغونه بیا راپورته کړئ، د اسلام برم بیا را ژوندی کړئ، د کفر لښکرې ماتې کړئ، ذلیل یې کړئ، مه پریږدئ چې ظالمان درباندې مسلط وي، د کفر ټول پلانونه ورته شڼډ کړئ، را هیښ شئ د مسلمانانو معتصمانه کریږې واورئ، د الحاد له ظلم څخه برائت ورکړئ، د الحاد نارواوو ته د حقانیت دلایل مه تراشئ، د دوی بطلان په خپلو هڅو، په خپل قلم، او توره باندې نورو دنیاوالو ته څرګند کړئ لاسونه سره یو کړئ، چې په ملتیا مو نور له ټول مسلمه امت څخه د ځور دغه اوږد دوران ختم، او مسلمانان یو ځل بیا په خپل ملکیت ټول د خوښۍ په ټغر سره راټول شي.
د مسلمانانو د بریا په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د