ټولنیزه برخه

غوره لښکري همداسي وي!!

احمد خان

دعراق دجبهي په نسبت دشام جبه دمجاهدینو ډیره خوښه وه، د ټولو زړه دا غوښتل چي دشام جبهي ته لاړ سي، ځکه هلته مفتوحه علاقي او مسلمانان موجود و، نو له همدې امله ابو بکر الصدیق رضي الله عنه د شام لپاره د یو ستر لښکر دتیاري په حالت کي سو، او داسي طرحه يي جوړه کړه چي هلته په شام کي دشمن په څلورو محاذو کي مصروف وساتي، لکه حمص، دمشق، فلسطین او اردن.

دحمص لپاره يي دابو عبیدة بن الجراح، دمشق ته يي دیزید بن ابي سفیان، داردن لپاره يي شرحبیل بن حسنة او دفلسطین لپاره يي بیا دعمرو بن العاص رضي الله عنهم دامارت فیصله وکړه. خو په دې وخت کي عمرو بن العاص دقضاعة دزکات په راټولو بوخت و.

عمرو دوخت دمشهورو اتلانو څخه و، په ښه غیرت، ښه انتظام او ذکاوت کي يي شهرت درلود، ابو بکر الصدیق رضي الله عنه بیا عمرو بن العاص ته دشام دلیږد خبر نه ښکاره کاو، ځکه ده ویل چي هسي نه زما له امله جهاد ته دتللو لپاره مجبور نه سي.

کله چي عمرو ته دا خبر ورسید نو ابو بکر الصدیق رضي الله عنه ته يي ولیکل:

أمّا بعد!

فأنا سهمٌ من سهام الله – عزّوجلّ- وأنتَ عبد الله – عزّ وجلّ – الراميُ بها؛ فانظُر إلى أشد ما تُريد أن ترمي إليه، فارمني إليه.
وروسته له سلامه! زه د الله له غشو نه یو غشی یم، او ته د الله دهغه بندګانو يي چي دا غشی په اختیار کي لري، کوم خواته چي سخت ضرورت وي هلته دا غشی وشړه.

دښه لښکري همدا صفت وي، او خپل مسؤلیت يي په ښه توګه پیژندلی وي، په خدمت کي دلویو او سختو کارونو انتخاب کوي، او دخپل امیر دامر داسي تابع وي لکه عمرو بن العاص رضي الله عنه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x