شعـــــرونه

د دار غېږه

هلال مهاجر

ستا مینه که جرم وي سنګسار دې شم
خیردی د منصور غوندې  په دار دې شم

نه دې وم زه نه دې وم نوڅه کیږي
ستا عشق کې حبیبه خواروځار دې شم

څه دې چې وي وس اغیاره ویې کړه
خوښ یمه که هر څو سزاوار دې شم

هرڅه ته تیا ریم اوپرې ویاړمه
ګرانه په مئینو کې چې شمار دې شم

پاڼې د تاریخ مې چې ياد وستایي
ستا په مینه توردې شم داغ دار دې شم

هسکه غاړه وړم ځم د دار غېږې ته
زه د وخت خبیب د وخت عمار دې شم

جوړ چې شاعرانوته داستان شمه
پریږده “هلال” داسې یو یادګار دې شم
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۳۴۷،۹،۸
هــــــــــلال،مهاجر
خوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x