نن په انځورونو کي

امریکا کي د هالوین ورځي ته تیاري – لنډ معلومات او انځورونه

هالوین (Halloween) یو مناسبت دی چي په امریکا او نوره غربي نړۍ کي د هر کال د اکتوبر په میاشت کي په 31 تاریخ باندي لمانځل کیږي.
په دغه ورځ په امریکا او نوره غربي نړۍ کي رسمي رخصتي وي، او په دې ورځ باندي اکثره غربیان دا اعتقاد لري چي شریر ارواح خوشي کیږي، او هغوی په کوڅو او ښارونو کي ګرځي.

په دغه ورځ اکثره غربي ماشومان، ښځي او نارینه کوشش کوي چي په دغه مناسبت خپل لباس بدل کړي، د شیطانانو او شریرو ارواحو میک اپ وکړي، او یا د هغوی ویرونکې جامه په تن کړي، او په کوڅو کي وګرځي، ځکه ددوی په اعتقاد چا چي خپل جامه په دغه ورځ بدله کړې وي، نو شریر ارواح یې نه پيژني، او په دې توګه یې له شره په امن سي.
همداسي ماشومان کوشش کوي چي په ویرونکو کالو کي د خلګو کورونو ته ورسي، او د هغوی څخه د چاکلیوټو غوښتنه وکړي، چي کوم کور یی نه ورکوي، نو ویل کیږي چي هغه ته شریر ارواح ورځي.
په دغه ورځ د عامي رخصتۍ ورځ وي، او هر لوري ته ویره او دهشت خپور وي، د ډرامه جوړونکي کوشش کوي چي خوفناکه ډرامې او فیلمونه خپاره کړي، او د هر تلویزون او سینما څښتنان په دغه ورځ خپل په تلویزونو او سینماو کي د بلاوو او شریرو ارواحو فلمونه نندارې ته وړاندي کوي.
په دې ورځ د کدوانو څخه د خوفناکو مخونو جوړولو رواج ډیر زوړ دی، او یو قسم علامه یې ګرځېدلی، دغي ورځي ته د تیارۍ په خاطر کدوان ښه په پراخه پیمانه کرل کیږي، او بیا دهغو څخه منځونه ایستل کیږي، او منځ کي ګروپونه لګول کیږي، تر څو یو خوفناکه مخ ځیني جوړ سي.
د هالوین ورځي ته د تیارۍ په خاطر په بازار کي هم حرکت ډیر راځي، او اکثره د مارکیټو او لویو مغازو خاوندوان کوشش کوي چي خپل مشتریان زیات کړي، او د هالوین په مناسبت خپل په بیو کي ټیټوالۍ راولي.

په امریکا کي تر ټولو زیات دغه رسم لمانځل کیږي، دغي ورځي د تیارۍ په خاطر د امریکا څخه یو څو انځورونه درسره شریکوو:

د کدوانو میله

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/804977385326.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/348307016305.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/293531893286.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/786544561618.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/205436119343.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/959970110793.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/770750430644.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/357231845613.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/749553504864.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/417102128732.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/635271025355.jpg

http://s.alriyadh.com/2013/10/21/img/462226199684.jpg

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x