ناوه له سقوط سره مخ ده/ لنډه افسانه

ذره بین

د هیواد د ملي امنیت د شورا غونډه روانه وه، پنډو جنرالانو او خیټورو چارواکو په پستو کوچونو ډډې اچولې وې،جنرال ډاډنګ د عسکرۍ د وخت یوه کیسه تیره کړه چې ټولو په کړس کړس ورته وخندل، لا د خندا غریو نه و کینستی چې د لوی درستیز مبایل ته زنګ راغی. لوی درستیز چې په ښي لاس یې د ریډبول بوتل نیولی و په ګڅ لاس یې مبایل پورته کړ.

ــ هاااا عععع ( ټېغ ) کوم یو سوې، پردا نا وخته . . .

لا آخوا د ډزو او سختې جګړې له یکنواخته شور څخه خبره نه مطلبېده. ټیلفون یې کټ کړ. خو شیبه وروسته بیا زنګ ووهل سو او لوی درستیز پرې غږ کړل، عععااااااا دا څوک یې خو خبره کوه. د ډزو په مسلسل شور کې ستومانه غږ راغی.

د پنځم کنډک قومندان یم،دا ډز او ډوز خو خپله اورې، حالت مې وخیم دی او د ډیرو خبرو نه یم ،یوازې مې دا ضروري حال درکاووچې ناوه له سقوط سره مخ ده . .

په همدې خبره ټیلفون کټ سو، لوی درستیز یې نمبرو ته وکتل نابلده معلومیدل. مجلس چې په کونجو سوی و بیرته راټول سو. ولسمشر وپوښتل د چا تیلفون و او څه یې ویل؟

لوی درستیز: د خبرې په سراوبر یې پوه نه سوم خودا خبره مې ترې واورېده چې ویل یې د لیوا قومندان یم او ناوه مو له سقوط سره مخ ده. ها ها ها

ولسمشر : ښااااااا نو دوی دنازدانه زامن اوس د خپلو پوستو د بامو ناوې هم په موږ جوړوي. ورته ویل به دې چې خپله ناوه مو ده خپله یې جوړه کړئ.

لوی درستیز: ولا ټیلفون یې کټ کړ کنه سم به مې د خولې خوند وربرابر کړی و.

د ولسمشر مرستیال چې یو غټ چاکلیټ یې خولې ته اچولی و په بدل انداز یې وویل: دا ډول ناراسته سربازان باید مجازات سي.

د شورا منشي: خیر دی، کیدای سي نمبر یې غلط کړی وي، دده به نیت و چې د اکمالاتو او لوژیستیک له مسؤلینو څخه د پوستې د بام لپاره یوه مضبوطه ناوه راوغواړي ، خو شاید نمبر ځیني خطا سوی وي.

ولسمشر: ( په تونده لهجه) نه بابا دا دي همداسې تیارخواره . . . او بیا یي لوی درستیز ته مخ کړ : ته یې دا نمبر پسې ووهه،دا کومندان باید وپيژندل سي او دنده یې تعلیق سي،کنه داسې ناشولته ټیلفونونه او زموږ مجالس مختلول به په یوه دود بدل سي، زه دغسې تخلفات نه سم زغملی.

لوی درستیز نمبر ووهل ښه شیبه وروسته د مقابل جانب لخوا ټیلفون هوکې سو. لوی درستیز پرې د هلو هلو چیغې وهلې خو لا آخوا یوازې یو ځل سوی غږ واوریدل سو او بیا تیلفون کټ سو.

لوی درستیز څو واره بیا زنګ وروواهه خو چې کله یي ځواب ترلاسه نکړ، ولسمشر ته په خطاب یې وویل: اوس یې چېېېېرته پورته کوي، را پوه سو چې سپکوي مې او شاید له دندې مي وشړي.

ولسمشر: همداسې یې مه پریږده که له هرې لارې وي باید دغه قومندان وپیژندل سي او د وظیفوي غفلت او ټنبلۍ له امله لازمه سزا ورکړل سي.

د ولسمشر مرستیال: د مخابراتو وزارت ته یې د مبایل نمبر ورکړئ سمدستي یې درته پیدا کوي.

موافقه په دې وسوه چې سبا به د ملي امنیت د شورا یو ځانګړی هیئت د مخابراتو د وزارت په همکارۍ د مجلس ددغه اخلالګر پیژندنه کوي او بیا به یې په اړه لازم اجراآت کوي.

ښه شیبه وروسته چې نور د ګپ شپ زور ختلی او د تازه میوو ټوکرۍ په تشېدو وې، ولسمشر د ملي امنیت د شورا له مشر نه وپوښتل: نن خو به په هیواد کې چیرې کومه امنیتي پېښه نه وي سوي؟

ــ نه بیخي اطمینان دی، همدا اوس چې شوری ته راتلم د دولتي ټیلویزون خبرونه مې واوریدل، د خدای فضل دی په ټول هیواد کې بیخي خیر او خیرت دی په ټیلویزیون کې مې د جګړې یا نارامۍ هیڅ خبره وانه ورېده.

********

درې ورځې بعد د امنیت شورا غړي د مخابراتو وزارت له چارواکو سره په ګډه د هغه مطلوب نمبر د څښتن موندلو په کار لګیا و د مخابراتو وزارت کارکوونکي هماغه نمبر ته زنګ وواهه.
ــ هلو هلو سلام علیکم

په ښځینه غږ ځواب راغی: وعلیکم سلام

ــ زه د تیلفوني شبکې نه خبرې کوم تاسو څوک یاست او چیرته دنده لرئ.

ــ په ژړانده غږ زه د اردو د قومندان اول ګل میرمن یم، د میړه د فاتا په ټغره ناسته یم.

ــ دا د مبایل نمبر دې خپل دی.

ــ نه دا مې د میړه مبایل دی چې په تابوت کې یي ورسره راوړی و.

د مخابراتو چارواکي د ټیلفون غږ لوړ کړ ــ نو ستا میړه څه وخت مړ سوی دی، زموږ خو ورسره ضروري کار و.

ــ دری ورځې مخکې چې له ناوې ولسوالۍ نه ځواکونه راوتل زما میړه په وروستۍ جګړه کې وژل شوی و.

د ملي امنیت چارواکي د مخابراتو له چارواکي ټیلفون واخیست. په تونده لهجه : ته څه اپلتې وایې په ناوه کې نو کله جګړه سوې ده؟

ــ ولې په ناوه کې خو سخت جنګ وسو تاسو نه یاست خبر؟

ــ وام په ناوه کې نو موږ کله ځواکونه درلودل ناوه خو د اته کاله د مخالفینو په لاس کې ده، کنه همدا اوس به دې د غزني له والي صاحب سره وغږوم.

ــ د غزني ناوه نه یادوم.

ــ نو له ناوه یې چېرې ده؟

ــ د هلمند ناوه یادم چې څو ورځې وړاندې یې سقوط وکړ او زما خاوند چې د اردو قومندان و هم په کې ووژل سو.

د مخابراتو وزارت چارواکی چې اوس نو په پوره ډول د کیسې په سراوبر پوه سوی و، په ذهن کې یې د اردو د وژل سوي قومندان د زار حالت صحنې پرلپسې انځوریدلې، ورسره یې د لوړپوړو چارواکي سهارنۍ غورې دربې او د مجازاتو لاپې هم رایادې سوې. ژور چورت واخیست، سوړ اسویلی یې وکېښ، کومندان اول ګل یې په تصور کې مجسم سو او دی چې غرېو اخیستی و د تصور په نړې کې یې په دې ټکو مخاطب کړ:

اول ګله! چې ددغسې عیاشو او نامردو انډیوالي دې کوله اوس یې نو د ناځوانۍ ناخوالې ګاله.کومه سیمه چې تا پرې ځان وواژه، ستا غرب نواز مشر یې تراوسه نوم نه دی اوریدلی. هغوی نه دي ملامت. ځکه کوم چا چې ټول عمر د نیویارک او پاریس په کوڅو کې تیر کړی وي د خپل وطن جغرافیه به څه وپيژني. اصل کې مړ او پړ ته یې چې د نیویارک کوڅه ډبو ته ناوه ورګټې!

یوه تبصره

  1. په زړه پورې عیني تصویر دی. په دې کیسه یا تریخ طنز کې د افغانستان د اوسنیو چارواکو ژوندۍ انځورګري شوې ده. رشتیا هم دلته د غریب زامن د څو غټ خیټو له ډالري معاشاتو لوګی کیږي.
    چې کله به پوهیږو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.