لیکوال: خوشحال آصفي

حکومتي تکيه کلامونه/ خوشال اصفي

خوشال اصفي

پر کلکو ټکو او شديدو الفاظو يې غندو، ياد عمل د نړيوالو  اصول خلاف عمل دی، په دې وحشتناکه بريد سره يې وښودله چې هيڅ ډول دين او مذهب ته پابند نه دي، شهيدانو ته د جنت فردوس غوښتنه او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا غوښتونکي يو، په دې کار سره يې ټول ډيپلوماټيک اصلونه تر پښو لاندې کړل، مونږ مو په غم کې شريک يو، د پيښې د څيړنې لپاره کميسيون وټاکل شو، اصلاحات راولو، حکومت ټاکنيزو اصلاحاتو ته ژمن دی، دښمن ماتې خوړلې، فلانۍ دوسيه به ژر تر ژره وڅيړل شي، د څيړنيز کميسيون پايلې به له خلکو سره شريکې شي، له دښمنه يې غچ اخلم  او …

دا ټول هغه تکراري جملې دي چې د ولسمشر او اجرايه رييس په ګډون ډيری حکومتي مشرانو زمزمه کړي دي او لا يې هم زمزمه کوي. دا ټولې هغه جادويي جملې دي چې په يو ځل ويلو يې حکومتي مشران له هر ډول مسوليته خپلې اوږې سپکولی شي، دا ټول هغه کلامونه دي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د کار له پيله تر اوسه په خپلو ټولو خبرو کې ډيرې ويل شوي دي، او دا ټول هغه تکراري خبرې دي چې ولس يې نور د اوريدلو حوصله نه لري.

دلته په هيواد کې که هره پيښه رامنځته کيږي، يا که په کورني سياست کې کومه ستونزه مخې ته راځي او يا هم په بهرنۍ پاليسۍ کې له نورو  هيوادونو سره اړيکې خړيږي او هغوی مو په خاور، حريم او آزادۍ تيری کوي نو د حکومت مشران يې په ډيرې آسانۍ جبيره کوي، بس کنفرانس ونيسي او يا اعلاميه خپره کړي چې پر اساس يې ياد عمل غندل شوی او د دښمن کار بلل شوی وي. دلته زمونږ حکومتي مشران فکر کوي چې د دوی مسوليت يوازې همدا دی چې تیری، ظلم او زياتی دې په کلکو ټکو وغندي.

همدا څو ورځې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شول چې پاکستان په تورخم کې هغه دروازه بشپړه او پرانيستله چې د مخنيوي لپاره يې زمونږ اتلو سرتيرو سرونه قرباني کړل، خپلې کورنۍ يې د وير په ټغر کېنولې او خپل اولادونه يې يتيمان پريښودل.

حکومت لکه د نورو غميزو او پيښو په څېر په افغان خاوره د پاکستان دا ښکاره تيری هم په کلکو ټکو وغندو او دا يې د ټولو نړيوالو اصلو خلاف عمل وباله. اوس پوښتنه دا ده چې آيا د حکومت دنده غندل او تقبيح کول دي او که له خاورې، ناموس او هويت څخه دفاع او ساتنه هم دوی پورې اړه لري؟

زمونږ حکومتي مشرانو ته اوس د خبر رسولو آسانه لار پيدا شوې ده، هر وخت په هره سيمه کې هره پيښه که رامنځته شي؛ دوی له دوی سره د اعلاميې تيار جوړ فرمټ راواخلي او د پيښې سيمه او تاريخ يې نوی کړي او د فيسبوک له لارې يې خپره کړي چې په ترڅ کې يې  ياده پيښه غندل شوې او د دښمن کار بلل شوی وي. دوی په دې طريقه خپلې اوږې له مسوليته سپکې کړي او هر څه سم شي. ځينې وختونه که پيښه ډیره ټکان ورکوونکې وي نو بيا ولسمشر جلا او اجرايه رييس جلا خبري کنفرانسونه نيسي، خبريالان راغونډوي او پښه په سختو ټکو وغندي او يو څو تکراري احساساتي خبرې وکړي. په پای کې د پيښې د ژر تر ژره څيړلو تکراري امر وشي او ولس ته دروغجنه هيله مندي ورکړل شي. داسې ډیرې ټکان ورکوونکې پيښې شوي چې حکومت يې د ژر تر ژره څيړولو او له ولس سره د پايلو د شريکولو امر کړی وي خو تر اوسه هيڅ يو کميسيون په دې نه دی توانيدلی چې پيښه په بې طرفه توګه وڅيړي او بيا يې پايلې له ولس سره شريکې شي.

حکومت يوازې په تکراري خبرو خلک تير باسي او په دروغجنۍ هيله مندۍ د خلکو د احساساتو مخنيوی کوي. حکومتي مشران اوس هم کمپايني خبرې کوي او داسې انګيري چې ولس په هيڅ هم نه پوهيږي. دوی يوازې د دې هڅه کوي چې څنګه وکولای شي د ولس له غبرګونه ځان وساتي. نور د دې غم کې نه دي چې په راتلونکې کې څنګه د احتمالي پيښو مخنيوی وکړي. خو ولس نور پوه دی او هيڅکله هم د هيچا په تکراري، کمپايني او غولوونکو خبرو نه دوکه کيږي. ولس نور  کار غواړي، ولس ويښ شوی دی او نور ويده رهبران نه غواړي. دريغه چې حکومتي مشران مو هم د غفلت له خوبه بيدار شي او د هرې پيښې او تيري لپاره مناسب غبرګون وښايي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

ستونزه پدی کی ده چی بعضی جعلی وطنپال یا مخصوصی کړی چی د ایران د صفوی رژیم له افکارو او حمایی تغذیه کیږی ددوی د هیوادپالنی ، ملت پالنی او قوم پالنی احساسات یواځی همیشه چی زموږ هیوادوال د پاکستان د هیواد سره ګومه وړه یا لویه ستونزه ولری را ژوندی کیږی . دا ‌‌‌‌‌‌ډله پټ او ښکاره صفویان هیڅکله زموږ پر هیواد د ایران د فرهنګی یرغل او یا هم د غرب د نظامی او استعماری یرغل په مقابل کی غږ نه وچتوی . ددوی وظیفه داده چی د افغانانو توجو د خپل اصلی او تاریخی دښمن چی صفویان… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

او صفوی جادوګرو ته دا غواړم چی ووایم چی موږ یو واری یواځی د الله ج په مرسته د صفویانو د جادو او کو‌‌‌‌‌‌ډو تاثیر کوم چی دوی زموږ د ‌‌‌‌‌‌‌ډیرو خلکو پر ماغزو حاکم کړی مات او له منځه یوسو بیا انشاالله د اصفهان بیرته نیول به څه ستونزمنه خبره نه وی ځکه چی یو وار افغان شاهزاده. صفوی شاهزادګی ځانته نکاح کړی وه یو کار چی یو وار وشی بیا هم کیدونکی وی

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

سادات صاحب سلامونه می ومنه ! لمړی : د ګاونډیانو او په ځانګړی ډول اسلامی ګاونډیانو سره زمونږ اړیکی تل او زیاتی هله خرابیری چه زمونږ هیواد د کوم استعمار د اشغال لاندی وی . هڅه دا وی چه زمونږ سره د ګاونډیانو د مرستو په ځای کرکی ایجاد شوی وی دا کار استعمار ته د مستعمرو په ساتلو کی حیاتی ارزښت لری . دوهم : داسی نه چه مونږ یواځی د استعمار هدف یو ګآونډی هیوادونه ( ایران او پاکستان ) تر افغانستان د مخه تیره شوی یا هضم شوی غذا ده . دا چه تاسی صفویان یادوی ،… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

بیانزی صاحب دا بحث ‌‌‌‌‌‌ډیری اوږدی تشریحی ته ضرورت لری خو اوس یواځی دومره غواړم چی ووایم چی د صفویانو سره زموږ ستونزه دا ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزه نه ده لکه کومی وړی یا لویی ستونزی چی موږ یی د نورو مسلمانو هیوادونو سره لرلای شو د مثال پ‌‌‌‌‌‌ه ‌‌‌‌‌‌ډول پاکستان یا تاجکستان او یا هم کوم بل اسلامی هیواد سره . د صفویانو سره زموږ ستونزه عقیدتی ده یعنی اختلاف مو عقیدتی دی نو په همدی خاطر موږ صفویان او نور مسلمانان نشو په تله سره تللی . د صفویانو سره هر ‌‌‌‌‌‌ډول جوړښت زموږ د خپلی عقیدی د نزول په… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

سادات صاحب ، سلامونه مو ومنۍ زما او ستا خبره یوه ده ، صرف دومره توپیر لری چه ته یی د اولاد او زه یی په مور او پلار یادونه کوم . دا که زمونږ هیوادو کی څه روان دی زیاته لاسوهنه د پاکستان او ایران ده زه موافق یم ، ولی دا چه صفویان د چا اولاده او تربیه ده ، هماغه مور او پلار ( نړیوال یهودی استعمار ) ته خبره ورګرځی . صفویان ځانله نه دی صوفیان ، قادیانیان ، بریالویان ، بهاییان او په سلهاوو نور حتی زمونږ دغه تش په نامه اخوانیان چه پرون د… نور لوستل »

ظمیر
میلمه
ظمیر

بیانزی صیب یوه معترضه پوشتنه دا د الوتکی علمی باره کی بلکل چی یاست هیس نه وایی کم از کم یو تبصره خو به د کری وه په نور خو شه لګیژی دلته هم یو ځه ووایه ممنه

غوربندی
میلمه
غوربندی

ظمير صاحب زه به تاسو د يو مثبت أو خير غوشتونکی شخص كومان كوم خو دا يوه بوشتنه مو متاسفانه غرضي شانته بريشي. تاسو بل تعليق كي هم د نن مبصرين يعني تعليق ليكونكي د باكستان د هيليكوبتر به ارتباط ننكولي وو. ما غوشتل سه وليكم خو دا جي تر اوسه د دي واقعي حقايق نه دي برسيرن شوي د سه ويلو لباره مي هيس هم نه درلودل. به عامه توكه د يو لوري أو جهت لپاره تر دير زور او زر لرلو به نسبت هغه اعتبار لويه سرمایه ده جي عام خلك يي بري لري. د افغانستان به تيرو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ، ډیره مننه تر دیره مو له حقایقو پرده لیری کړی .زه به هم د ظمیر صاحب غوښتنی ته خپله هغه ارزونه رانقل کړم چه د الوتکی له سقوط او عملی نیولو یو څو ورځی د دفاع وزارت له خوا خپره شوی لیکنه کی په دی اړه خپله ارزونه لیکلی وه هغه ارزونه دا ده : غوربندی صاحب ، ډیره مننه تر دیره مو له حقایقو پرده لیری کړی . د ظمیر صاحب د تقاضا له مخی می خپله هغه ارزونه یا تبصره ( د دفاع وزارت : ….. ) به نوم لیکنه کی لیکلی وه . هغه… نور لوستل »