
کندوز : د ملي امنيت رئيس ټپي شوی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۵ل):د سپين زر زون قومندان شېر عزيز کامه وال وايي د کندوز د ملي امنيت رئيس ټپي شوی.
د کندوز د ملي امنيت رئيس جنرال محمد جسيم انوري د طالبانو له خوا د يو کمين په ترڅ کې ژوبل شوی.
جنرال انوري غوښتل له خپل دفتر نه هوايي ډګر ته ځان ورسوي چې په لاره کې د وسله والو له کمين سره مخ شوی.
پېښه نن سهار را منځته شوې او د بريد مسؤليت طالبانو منلی.
ويل کيږي نوموړی د الماني ځواکونو يوه مرکز ته د تداوۍ په موخه وړل شوی.
انوري د پښو په حصه کې زخمي شوی او حالت يې د اندېښنې وړ دی.