ورزش

د مس عینک طوفاني توپ وهنه بست له ماتې سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د شپګیزې لیګ درییمه لوبه د مس عینک اتلانو او د بست ساتوونکو تر منځ ترسره شوه. د مس عینک لوبډلې چټکې او پیاوړې توپ وهنې سره سیالې لوبډلې ته په ۵۲ منډو ماتې ورکړه.

د بست ساتوونکي د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه چې د مس عینک اتلانو د لوبې پیلوونکي لوبغاړي د بست دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.

د بست لوبډلې د نور علي ځدران، کامران اکمل او احسان الله پیاوړې توپ وهنې په مرسته په ټاکلو شوو شلو اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۰ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لپاره کامران اکمل په ۴۰ توپونو د ۱۱ څلوریزو په مرسته ۶۰ او احسان الله په یوازې ۱۶ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

نور علي نننۍ لوبې کې تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۵۹ توپونو د اتو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۸۹ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. ګلبدین هم په ۶ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د بست لوبډلې لپاره یوازې سید شیرزاد او روښان بارکزی د ویکټې په اخیستلو بریالي شول. سید شیرازد او روښان بارکزی یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بست ساتوونکي لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې ونه توانیدل ټاکل شوی ستر هدف پوره کړي او د شاهدالله غوره توپ وهنې په مرسته په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۸ منډې جوړې کړې.

د بست لوبډلې لپاره شاهدالله په ۴۶ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۳ او خالد لطیف په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د مس عینک لوبډلې لپاره رحمت شاه درې، مجیب دوه او ګلبدین نایب یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x