نظــر

دوستم وګټله

داخبره رښتیاده چې جنرال دستم وګټله ، که دوستم یودوه  وژلې وای نو ویلې به مو وه چې اشتباه یې کړې وه او اوس یې بښنه وغوښته داسې نده بلکې په زرګونویې دژوند له نعمته محروم کړي په ډیرومیندویې په میاشتو میاشتو خوبونه حرام کړي  همدومره بس ده چې دوستم ته  ګلم جم وایې له دې ټولوجنایاتونو سره سره بیاهم نړیوال مفکر(؟) یې خپل لومړي مرستیال ټاکي  ددې معني دانده چې جنرال صیب یې په چارچوب کې راوستي بلکې ددوستم لومړې معاوینیت یعني ددوستم بریا

ځکه دوستم خپلو هوادارانو ته داخبره لا مخکې کړې ده چې ( دوستم رادرجنګ شکست نتانست حالامیخواهد که درسیاست شکست بتند ولی مابه شمااطمنان می دهیم که دوستم درسیاست هم برنده است) هغه له پخواپدې پوهیږې چې دوستم سره اتلاف کونکې به یې داستعمالولو کوښښ کوي دې ته یې امادګې نیولې چې استعمال نشي هغه به لاله پخواددې سوچ کړي وي چې سنګه جناب مفکر له منځه یوسي او دارګ په چوکۍ جناب کیني  اوس نو که یې منۍ که یې نه منې ،که خوشحالیږۍ که دې زړه چوي داخبره ده ،

په پای کې دا لاندې کیسه واوره چې لږ دې سرخلاص شي :

 زمری د ځنګل سلطان اعلان وکړ
۱. موژګ د فیل په ځای تعین شو
۲. شغال د پرانګ په ځای تعین شو
۳. ګیدړه د لیوه په ځای …..
۴…..
حکم تطبیق شو خو ګیدړه نوی پوزیشن ته زړه ښه نه کړ .
زمری حکم وکړ چی ګیدړه راولی ، ګیدړه دربار ته راوستل شوه
زمری وویل : ته ولی د ما حکم نه منی ؟
ګیدړی وویل :زه د لیوه دنده سر ته نشم رسولی هغه قوی ، چټک او زړور دی هغه ښګار ګولی شی زه دا کیفیت نلرم
زمری چی څومره فشار او تاکید وکړ ګیدړه تیاره نشوه
زمری پوښ له سر څخه لری کړ او په عاجزی یی وویل: دغه ده وګوره زه خر یم خو د زمری دنده مخته وړم .
ګیدړی وویل : زه د اعلان په آوریدو پوی شوی وم چی دا رنګه تغییرات صرف خر راوستی شی دا د زمری کار ندی

خلیل الله ایوبي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x