ادبي لیکني

جبار قهرمان د طالبانو ویاند شو – طنز

لیکوال: شریف جواد

د هلمند جګړې پخوانی قومندان او د ولسي جرګې غړی «عبد الجبار قهرمان» د طالبانو د ویاند په توګه مقرر شو.

ښاغلی قهرمان د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د هلمند جګړې د مشر په توګه ګومارل شوی وه، خو کابو شپږ میاشتې وروسته یې خپله دنده پرېښوده او د طالبانو په ویاندویۍ یې لاس پورې کړ.

طالبان وايي چې د دوی د نوي ویاند ځانګړنه دا ده چې درګرده د هلمند جګړې ناویلي تفصیلات له رسنیو سره شریکوي او ټول هغه حقایق د تلویزون په پردې راسپړي او د ملت مخې ته یې ږدي چې خبریالان یې د پخوانیو طالب ویاندویانو له خولې د اورېدو تاب نه لري.

د طالبانو په خبره پخوا به رسنیو د دوی د ویاندویانو څرګندونې نه خپرولې خو اوس د دولت د جګپوړو نظامي قومندانونو له مینځه یو تن راپیدا کیږي او د طالبانو ویاندويي کوي. طالبان دا د خپل ځان لپاره د الله تعالی غیبي مرسته بولي.

هېره دې نه وي چې له کومې ورځې جبار قهرمان له هلمنده راګرځیدلی، داسې ورځ به نه وي چې له کوم تلویزون سره میلمه نه وي او د دولتي ځواکونو د شکست او بایللي مورال خاطرې نه بیانوي.

تېره ورځ ښاغلي قهرمان له یو کورني تلویزون سره په مرکه کې د هلمند جګړې کیسې کولې او ویې ویل چې په هلمند کې وضعیت تر دې اندازې رسیدلی چي د طالبانو یوه سراچه موټر د ملي اردو ټانګونه پسې اخلي او زرګونه مجهز سرتیري د طالبانو له ګوتشمیر جنګیالیو څخه ځغلي.

د طالبانو ویاند جبار قهرمان وايي چې په هلمند کې امنیتي مسئولین د عسکرو په وینو تجارت کوي، نوموړی وايي چې پوځي قومندانان وسلې او مهمات خرڅوي او د جعلي تشکیلاتو پر اساس یو په دوه چنده مالي او نظامي امکانات ترلاسه کوي.

ښاغلی قهرمان زیاتوي چې ملي اردو ته دومره زیات پوځي امکانات ورکړل شوي چې د یو مکمل هیواد د ساتنې لپاره کافي دي، نوموړی د امنیتي چارواکو هغه بهانه په کلکه ردوي چې اکمالات نه لري، هغه په نظامي قومندانانو نیوکه کوي چې د خپل شکست د پټولو په خاطر د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي.

خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د طالبانو هغه ادعا ناسمه بللې چې د ملي اردو ټانګونه له یوې سراچې څخه تښتي، د نوموړي په وینا، کله چې د وسله وال پوځ ټانګونه له دیوال سره وجنګیږي نو بیا د تېښتې لار غوره کوي که نه نو پوځي ټانګونه د طالبانو سراچې ته لکه د غره په څیر ولاړ وي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي د طالبانو د نوي ویاند «جبار قهرمان» په ګومارنه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی په یوازې ځان طالبانو ته دومره کار کوي چې پخواني طالب ویاندویان یې نه شي کولی.

خو ښاغلی صدیقي سوګند یادوي چې که ټوله دنیا د امنیتي ځواکونو شکست او د طالبانو پرمختګ تایید کړی دوی به په خپلې ورسپارل شوې وظیفه کې غفلت ونه کړي او تر اخیره به یې په کلکه ردوي. صدیق صدیقي زیاتوی:

«د جبار قهرمان په څرګندونو باندې د ذبیح الله مجاهد اعلامیې ډکې دي، خو مونږ قسم کړی که اعتراف پرې وکړو، دا خو لا قهرمان دی که اشرف غني هم راشي او د امنیتي ځواکونو شړیدلی حالت بیان کړي مونږ یې نه منو، په دې کې د پاکستان لاس دی».

ښاغلي صدیقي ټینګار کړی چې د طالبانو د نوي ویاند پرمخ به د مطبوعاتو دروازې بندې کړي. نوموړی ډاډ څرګندوي چې ډیر ژر به په تلویزونو او راډیوګانو کې د جبار قهرمان په مرکو بندیز ولګوي ترڅو ولس له ترخو حقایقو څخه ناخبره وساتل شي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د یوې عاجلې غونډې په راغوښتو په خپلو لیکوالانو غږ کړی چې د طالبانو دغه توطیه خنثی کړي او د ښاغلي قهرمان پر ضد بدناموونکو پوسټونو او لیکنو ته توجه وکړي.

د یادې شورا ویاند تواب غورځنګ زمونږ خبریال ته وویل چې دوی په داسې یو میکانیزم کار کوي چې څرنګه د خپلو فیسبوکي او انټرنټي لیکوالانو په واسطه د جبار قهرمان په خلاف کمپاین برنامه ریزي کړي. ښاغلي غورځنګ خوښې وښوده چې په همدې موخه یې په کابل او ننګرهار کې د لیکوالانو یو تازه لیست هم په پام کې نیولی.

د کتونکو په وینا طالبانو ته پکار دي چې شکر وباسي چې الله تعالی په مفتو کې داسې ویاند ورکړی، د کتونکو په باور په داسې حال کې چې په طالب ویاندویانو ګڼ مطبوعاتي بندیزونه لګیدلي او بیانیې يې له تحریف او سانسور وروسته خپریږي، دا د الله تعالی لوریینه ده چې د جګړې له مینځه یو لوړپوړی عیني شاهد دغه بار په خپلو اوږو اخلي او په ډیر اخلاص او صداقت سره حقایق په اصلي بڼه وړاندې کوي.

له بلې خوا داسې راپورونه ترګوتو شوي چې په هلمند کې د جبار قهرمان ځایناستی جنرال «مراد علي مراد» هم په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د جګړې له تجربه کولو وروسته د جبار قهرمان په همکارۍ لاس پورې کړي او د طالبانو د خدای جاتي ویاندویۍ دنده په غاړه واخلي.

طالبانو ته نږدې سرچینو دغه راپورونه تایید کړي او ویلي یې دي ډیر ژر به ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي خپلې دندې په رسمي ډول جبار قهرمان او مراد علي مراد ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

الهي نصرت هم داسي وي چي كلك دشمن ستا ستاينه كوي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x