افغانستان

پکتيا : چارواکي د جانيخېل ولسوالۍ د سقوط انديښنه لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د پکتیا ولایت د جاني خیل ولسوالۍ چارواکو ویلي چې دغه ولسوالي د طالبانو تر برید لاندي راغلي، که تازه دمي ځواکونه را ونه رسیږي، ولسوالي به سقوط وکړي.

د جاني خیل ولسوال عبدالرحمن سوله مل ویلي چې، جګړه د ولسوالۍ په دوه کیلومترۍ کې روانه ده، که چیري تازه دمي کومکي ځواکونه پر وخت ونه رسیږي، ولسوالي به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د جاني خیل ولسوالۍ شاوخوا سیمي له ډیره وخته د طالبانو تر کنټرول لاندي دي، خو پر دغه ولسوالي د طالبانو تعرضي بریدونه تازه پيل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه خبر نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x