fbpx
ریښتیاهم د هیښتیا خبره دا ده چې افغانستان هم د پخواني او هم د اوسني حکومت په دور کې په اداري فساد کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی خو تراوسه پوري د حکومت کوم هیڅ لوړ پوړی چارواکی د فساد په جرم د محکمې لخوانه دی محاکمه شوی.

حکومتي چارواکې د مايكل هارتمن د نیوکو په مقابل کې څه وايي؟

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت د بروکسل کانفرانس لپاره د حساب ورکولو په تیاري لګیادی په افغانستان کې د ملګروملتونو استازي مایکل هارتمن ويلي چې د ملي یووالي په حکومت کې د شته فساد له کبله دولتي پوستونه د بازاري اجناسو په څیریو پربل پلورل کیږي

نوموړي چې تیره ورځ یې (د كارونو په ښه والي کې د اصلاحاتو رول) ترنوم لاندې غونډې کې خبرې کولې په حکومت باندې د سختې نیوکې په حال کې وویل:

په افغانستان کې په یوې مخفي طریقې سره اداري فساد(غلا) ترسره کیږي، دلته دولتي دندې، قراردادونه ، تجارتي جوازونه او هرڅه په حکومت کې د نفوذ لرونکو کسانو لخوا پلورل کیږي، تر دې چې زمونږ د اطلاع له مخې د یوه ولایت د څارندوی قومنداني وظیفه په بل چا باندې د پیسو په بدل کې پلورل شوې.

د روانې اونۍ په پیل کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله وویل چې مونږ په دولتي سیستم کې له فساد سره د مبارزې لپاره عملي ګامونه اخیستي او تیاریو د بروکسل په راتلونکي كانفرانس کې د هغو ژمنو د پوره کولو حساب ورکړو کومې چې مو له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د توکیو او لندن په کانفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې.

په پام کې ده چې د بروکسل کانفرانس د راتلونکي اکتوبرد میاشتې په ۴ نیټه د بلجیم هیواد په پلازمینه کې دائرشي.

که د ملي یووالي حکومت له نړیوالې ټولنې سره په خپلو کړیو ژمنو کې بریالی راووځي نو ښايي د هغوي لخوا ورسره د بیا رغونې او پوځي برخه کې نورې زیاتې مرستې وشي.

په کابل کې د یوناما د مرستیالۍ سرپرست ښاغلي مایکل هارتمن پردې خبره خواشینې څرګنده کړه چې ولي تراوسه پوري د حکومت مفسد چارواکي یوهم د ترسره کړي فساد (غلا) په جرم نه دي محاکمه شوی؟

نوموړی وايي که ریښتیا له حکومت سره د لوړ پوړو چاراکو د محاسبې او محاکمې اراده وي مونږ تیار یو چې د هغو دولتي چارواکو په افشاء کولو او افغانستان ته د هغوي د غلا کړیو پیسو په بیرته راوړلو کې ورسره مرسته وکړو.

ریښتیاهم د هیښتیا خبره دا ده چې افغانستان هم د پخواني او هم د اوسني حکومت په دور کې په اداري فساد کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی خو تراوسه پوري د حکومت کوم هیڅ لوړ پوړی چارواکی د فساد په جرم د محکمې لخوانه دی محاکمه شوی.

یواځې د کابل بانک پخوانی مشر خلیل الله فروزي چې د شاوخوا ۹۰۰میلیون ډالرو په اختلاس محاکمه او زندان ته ولیږل شو مګرهغه هم د قانوني حبس په جریان کې بیرته د حکومتي نفوذ لرونکو افرادو لخوا راخلاص او د ښارجوړنې وزارت له لوري په ښې حکومت ولۍ کې د ولسمشر د خاص استازي ښاغلي ضياء مسعود په محضر کې ورسره د ځیرک ښارګوټې جوړولو قرار داد لاسلیک شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د