افغانستان

طالبان: لښکرګاه ته له ننوتو وروسته د خلکو د سر او مال ساتنه کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د طالبانو والي «ملا عبد المنان اخند» د لښکرګاه اوسیدونکو ته اطمنان ورکړی چې ښار ته له ننوتو وروسته به د ټولو ښاریانو امنیت او حفاظت ته پاملرنه کوي.

ملا عبدالمنان د طالبانو له رسمي ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د لښکرګاه ښار له ټولو خواوو څخه تر کلکې محاصرې لاندې دی او د دوی جنګیالي د ښار څلور کیلومترۍ ته رسیدلي.

د طالبانو والي په لښکرګاه ښار کې مېشتو خارجي موسساتو، ډاکټرانو، خبریالانو او بې طرفه بنسټونو ته ډاډ ورکړی چې د دوی له ډاره دې ښار نه پریږدي ځکه چې په خبره یې طالبان به دوی ته هیڅ ضرر ونه رسوي. خو زیاته کړې يې ده چې فقط په اضطراري حالت کې دې په خوندي ځایونو کې ځانونه محفوظ وساتي.

نوموړي د لښکرګاه په اوسیدونکو غږ کړی چې له دولتي ودانیو، د چارواکو له کورونو او پوځي قرارګاوو څخه ځانونه لرې وساتي، ځکه چې په وینا یې دغه ځایونه د طالبانو د ثقیله اسلحو اهداف دي.

ملا عبد المنان اخند ټینګار کوي چې د خیریه موسساتو او بې پرې بنسټونو د حفاظت لپاره ځانګړې لایحه لري او هیڅ ضرر به ورته نه رسیږي. نوموړی هغه اندیښنې رد کړې چې ښايي د لښکرګاه له سقوط وروسته د ولس سر او مال متضرر شي او ویې ویل:

«مونږ ټوپک د همدې لپاره راخیستی چې د افغانانو د مال، ناموس او سر حفاظت وکړو، د ولایت د ساتلو او امنیت لپاره ځانګړي پلانونه لرو او د خلکو عزت او ناموس ته به پوره احترام کیږي».

د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا عبدالمنان اخند هغه دولتي کارمندانو ته هم د خوندیتوب ډاډ ورکړی چې په دولتي ادارو کې يې دندې ترسره کړي او وايي چې هغوی هم په دغې ساحه کې په عزت ژوند کولی شي.

ملا عبدالمنان اخند د ملي اردو او پولیسو عسکر د وسلې ایښودو ته رابللي او هغوی ته په خطاب کې يې ویلي مشران یې د خپلو شخصي ګټو لپاره جنګوي او د هغوی په وعدو باید ونه غولیږي.

د طالبانو والي زیاتوي:

«عسکرو ته زمونږ غیږه خلاصه ده، وسله دې پرځمکه کیږدي مونږ به یې په خوندي ډول تر خپلو کورونو پورې ورسوو او هیڅ ستونزه به ورته پېښه نه شي، او د خپلو بچیانو سره یوځای شي».

ملا عبد المنان اخند هلمند ولایت ته د جنرال مراد علي مراد لیږل بې ګټې وبلل او زیاته یې کړه چې د اشخاصو په بدلیدو جګړه نه ګټل کیږي. هغه دولتي عسکر «مورال بایللي» وګڼل او زیاته یې کړه چې عسکر داسې په تېښته دي چې که خپله اشرف غني هم راشي ګټه به ونه کړي.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان په کې پراخ حضور لري، د چارواکو په وينا په هلمند کې څلور ولسوالۍ نوزاد، موسی کلا، باغران او ديشو په بشپړ ډول د طالبانو تر واک لاندي دي او د اوه نورو ولسواليو شاوخوا ټولي سيمي د طالبانو په لاس کې دي او دولت ته یې يوازي مرکزونه پاتې دي.

د هلمند ولایتي چارواکي او په ولسي جرګه کې استازي چې تل یې د هلمند ژغورلو لپاره د مرستو چیغې وهلي، اوس په دې اند دی چې ښايي دغه ولایت ډیر ژر سقوط وکړي او د طالبانو لاس ته ولویږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x