افغانستان

بدخشان کې د ګډا ويډو نشرېدل د يوې نجلۍ د مرګ سبب شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۵ل):په بدخشان ولايت کې يوه نجلۍ له دې امله د خپل ورور لخوا وژل شوې چې په واده کې د کړې ګډا ويډيو يې نشر شوې وه، هلک د نجلۍ د ګډا ويډيو له ځوانانو سره په ګرځنده تليفونونو کې ليدلې وه.

دا پيښه د ياد ولايت په کشم ولسوالۍ کې رامنځته شوې، د يادې ولسوالۍ چارواکې وايي چې پنځلس کلنه چمن ګل د ورور لخوا د توپانچې په توسط وژل شوې، دوی وايي هلک يې نيولی دی.

چمن ګل په خپل کلي کې په يو واده کې نځېدلې وه چې ويډيو يې د نورو پيغلو لخوا په ګرځنده تليفون اخيستل شوې او بيا لاس په لاس د کلي ځوانانو او آن بيرته د دې تر ورور پورې رسېدلې وه، چې په پايله کې د دې د مرګ لامل شوه.

د بدخشان د والي وياند له قراره د نجلۍ مور پوليسوته ويلي چې چمن ګل د ورور په وسله په خپله ځان وژلی، ځاي مسؤولينو د پيښي د نوعيت معلومولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.

هيواد ته د ناخوندي ټيکنالوجي له راتلو سره ورته پيښي زياتې شوې دي، داسي پيښي د ډيرو ميرمنو او خاوند، خور، مور، پلار او ورور ترمنځ د خواشينۍ او آن د وهلو ډبولو او مرګ سبب جوړې شوې دي.

ټولنپوهان په دې يقين لري چې د افغاني ټولنې عنعنات که رعايت نه شي، ورته پيښي به نورې هم زياتې شي، دوی وايي ځوانو ميرمنو او پيغلو ته تليفون په لاس ورکول په لوی لاس د خپل او بل عزت لوټل دي.

د روان کال د زمري مياشتې په ۵مه نيټه د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې هم ورته پيښه رامنځته شوې وه، هلته يوه پيغله چې د چقماق ولسوالۍ اوسېدونکې وه د دې ولسوالۍ د کلته کلا له يو هلک سره د تليفوني اړيکو په تور ووژل شوه.

دا پيغله د سيمه ييزو وسلوالو لخوا نيول شوې او بيا د دې ډلې مشر عبدالرحمن شمال پرې د اعدام حکم صادر کړی و، عبدالرحمن شمال هغه مهال د نجلۍ د وژلو تورونه ردول او ادعا يې کوله چې نجلۍ واده شوې وه او د خپل ماما لخوا وژل شوې.

د ټولنپوهانو په اند که خلک د ژوند کولو اسلامي اصول او خپل رواجونه مراعت نه کړي او د ټکينالوجي د استعمال په برخه کې د مدرن کيدو هڅه وکړي نو له دغسې مشکلاتو سره به ضرور مخ کيږي او شايد د دوو کورنيو او حتی قومونو تر منځ د دښمنۍ لامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ddddd

دفتر مو لا اوس هم بشاور كي دي او كه وطن ته را ستانه شوی یاست؟؟؟؟؟ د ای اس ای سره مو روابط د بخوا به شان دی او کنه تغیر یی کردی دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x