ورزش

کابل بازانو خپله دوهمه لوبه هم وګټله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د شپګیزې لیګ څلورمه لوبه د کابل بازانو او د سپین غر زمریانو تر منځ ترسره شوه. کابل بازانو د سپین غر زمریانو ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سپین غر بازانو وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د سپین غر لوبډلې لپاره یوازې د لوبې پیلوونکي لوبغاړي ښه وځلیدل.

د سپین غر لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ناصر جمشید او شبیر نوري غوره توپ وهنې سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره ناصر جمشید په ۴۲ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۷ او شبیر نوري په ۲۷ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د کابل بازانو لپاره ټولو توپ اچوونکو ښه توپ اچونه وکړه. محمد سمیع او راشد خان درې درې ویکټې، امیر حمزه او کریم جنت یوه ویکټه واخیسته.

د کابل بازانو لوبډلې ټاکل شوی هدف د محمد شهزاد غوره او پیاوړې توپ وهنې سره په ۱۷.۴ اورونو کې خپل ۳ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کابل بازانو لپاره محمد شهزاد په ۵۰ توپونو د څلورو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۷۷ منډو جوړولو سره ښه وځلید. کریم جنت په ۲۹ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د سپین غر زمریانو لپاره افتاب عالم، کریم صادق او طارق یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x