شعـــــرونه

شيرين افغانستان

ذاهب خيرخوا
څومره ښکلی يې حسين  افغانسـتانه
مثال نه لرې شيرين افغانسـتانه

د پاريس او د لندن ښار له تا ځار شه
پـه شـنو غـرونو ګلوريـن افغانســتانه

درلـوګـی سپيـنه ماڼۍ د واشـنګټن شه
ای ساده ساده خاورين افغانستانه

ته ټاټوبی د غيرت او د وياړو يـې
ته لـرې تـاريـخ زرين افغانســتانه

دنـړۍ نـه دې مډال د جنګ ګټلی
شه پـه ننـګ دې آفرين افغانسـتانه

خپلـواکـي دې د خـپل سر په بيـه اخـلو
يـې مـو زړونـو تـه قـــرين افغانسـتانه

د جهاد له برکـته کرامت دى
اوس مني ټـول منکرين افغانسـتانه

زه ذاهب خيرخواه به تل ستا قربانۍ ته
کـړم لبيـک په تندي ورين افغانسـتانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x