دیني، سیرت او تاریخ

دعقيدى په اړه دوه حديثونه

مجيب الرحمن عمر

درسونه او عبرتونه :

لومړى حديث :

(يوسړى و چى يوه نيكي يي هم نه وه کړی چی مړ کیدلو بچو ته یی وصیت وکړ چی
زامنو !

کله می چی ساه وختله نو وبه می سوزئ .. او یری به می پر دریابونو اوبیبانونو کی وشیندئ ..

ځکه که رب می راباندی قادر شي داسی سخت عذاب به راکړی چی هیچاته یی نه دی ورکړی ..
له مرگ نه وروسته یی بچو دپلار پر وصیت عمل وکړ ،،،،

الله ورله دبدن ذرات راټول کړل او ورته یی وویل :

ولی دی داکار وکړ ؟
سړي ورته وویل :

ربه ! ستا له ویری نه ، بس الله هغه سری وباښه ، )

( صحيحين)

دويم حديث :

یوه ښځه دیوی پیشو له امله الله جهنم ته بوتلله چی تړلی یی وه خوراک اوڅښاک یی په خپله هم نه ورکاوه او ایله کوله یی هم نه چی دزمکی حشری وخوری او نس پری ډک کړی .
(صحیح البخاری)

اول حدیث کی دانسان لپاره درجا او امید درس دی،،،
دویم حدیث کی د خوف او ویری درس دی

خلاصه :

مسلمان به درجا اوخوف ترمنځزندگی تیره وی نه به یوازی دالله نه ویریږی بلکی دالله نه به امید هم ساتی ،
او نه به يوازى امید ساتی چی طغیان پکی پیدا شي ، بلکی دالله نه به ورسره ویره هم وی .

. (شرح مسلم 72/17)

مجیب الرحمن عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x