شعـــــرونه

سپينې پاڼې

طارق خوږياڼی

له عیـبونو نه به ژغـورې سپينې پاڼې
په جفا يې نکړې تورې سپينې پاڼې

نه اغاز دی نه اَخـِر دی د ننګونو
توروې به داسې نورې سپينې پاڼې

په هرځای کې د تکبير ناره کړه پورته
چې خورې شي په هر لوري سپينې پاڼې

په کې  ښکاري ستا د سپینې تورې کرښې
غازي راشـه که یې ګورې سپينې پاڼې

چې ماشوم غوندې خبرو باندې راشم
لاس کې راکړه ګرانې مـورې سپينې پاڼې

د نفاق او د الحاد په اور کې سوزي
ددې خړکلي نه پورې سپينې پاڼې

د شهـیـد له پاکو وينو نه شرمیږي
په دښمن باندې چې پلورې سپينې پاڼې

دا چې دومره عالمګيري دي طارقه
نه وړې دي نه کمزورې سپينې پاڼې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x