شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

 فتحان حنفي

داسې یو ژوند به تېروم چې دروند مثال ولري
چې خلګ درس ځان ته ترې واخلې یو کمال ولري

نغمې د حسن او ښکلا یې زمزمه وي مدام
له بدرنګیو چې وي لري سم جمال ولري

تمه چې نه وي د بنده، تمه د رب وي کې تل
له غلامۍ سره دي ضد وي استقلال ولري

له بې ننګیو سره ښه مبارزه دي وي کې
د هر ظالم په مقابل کې توره ډال ولري

په دې ژوندون کې د خالد غوندې تاریخ ولرم
دغه نیکمرغه ژوند مثال دي د ابدال ولري

وي د سید جمال الدین غوندې افکار د ژوندون
خویونه ګل غوندې، کردار دي د یو سیال ولري

دا زندګۍ وي په پرده او په حیا کې ټوله
بې حیایې، بې پردګې مخ ته دیوال ولري

لکه یاقوت لکه غمی غوندې قیمت بها وي
ساده که ښکاري خو مثال دي د یو لال ولري

له هر آزاده روشن فکره خیال وي لري لري
په عفت پټ او د عزت دي ښکلی شال ولري

د الهي امر تابع مې دا ژوندون وي مدام
په نبوي طریقه هره ورځ سمبال ولري

چې زنکدن وي،مرګ میلمه وي نور مې ژوند ختمیږې
په هغه وخت دي په ایمان زما ژوند زوال ولري

ربه په قبر او په محشر کې دي کرم زه غواړم
حساب د ژوند به درکوم که څه مثکال ولري

له قلم باسم ملغلرې زه فتحان د ژوندون
پیوندوم یې له یو بله چې یو ټال ولري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x