ادبي لیکني

سپینږیری مزدورکاره « کيسه ګۍ»

نصيب رحماني

ستړي او ستومانه له بازاره راغي

په شونډو یې نرمه غصه ښکاریده

بیلچه یې په کونج کې کیښوده

څادر یې ټکواهه

اسمان ته یې وکتل

ورو یې له ځان سره وویل

(یا خدایه ج ته په خپلو کارونو ښه پوهیږي)

ماشوم زویه ورته رامنډه کړه

بابا! ماته دي موتل (موټر) راوړو

پلار یې له لیږه خاموشۍ وروسته اوږد اسویل وکړ

غوښتل یې د زوي پام یې په بله کړي

ورو ورته مسک شو

وه د لیونۍ زویه!

ته دا ستا کالي وګوره ټول دي په خاورو کړي دي

زوي : خو هغه مې موتل (موټر) ته په

خاورو کې سړک جوړول

سپینږیری پلار نور هم خاموشه شو

خو ماشوم په دي څه پوهیدو

چې سپینږیري مزدور کار ته څوک

په ښار کې کار نه ورکوي…

ــــــــــــ

نصیب رحماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x