شعـــــرونه

محمده ! ﷺ

محــمـــده ! زمـــــوږ ځــــان درنه لــوګى شه
زموږ ژوند او زمـــوږ شـــان درنه لـــوګى شه

چي موږخوښ اوستاخاترپرې مانده كيږي
پوره مه شه زمــوږ ارمـــان درنه لـــوګي شه

په تكليف ،رنــځ او زخمــونو كي صــابره
دهر رنــځ هـــر يو درمـــان درنه لــــوګى شه

انسانان كـــه پـيـــريانان كـــه حيـــوانان دي
نباتات دي كــه مــرغــــان درنه لـــوګى شه

دښـــتې،غـــــرونه،

ځـــــنګلـــونه دريــابـــونه
لو يې ځمكې لـــوى آسمان درنه لـــوګى شه

دبې مـــثـــلــه حقــيــقـــي بادشـــــاه استازې
بادشـــاهــــان او وزيـــران درنه لـــوګى شه

په نيستي او بيكسۍ شكــــر ګــــذاره
دهســتــيــو درست جهـــان درنه لـــوګى شه

زاهدستـادي عالم سـتادى غازي سـتادى
فقـــيـــران او ملنـــګان درنه لـــوګى شه

څوك چي ستاله نصا ئحو سر كښي كړي
جاهـــلان دي بد بخــتــان درنه لــــوګى شه

”بهائي“ دى كه ”رومي“ دى ستا صفت كړي
خوار الهـام درنه قـــربان درنه لـــوګى شه

      ۸. ۶ . ۱۳۹۲ دڅرخ ولسوالي په نقشبنديه خانقاه كي وليكل شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x