شعـــــرونه

د جانان غم

عزيز الله حسيني

ځوروي مې تل پری غم دجانان پروت وي
په زړګي کې مې ستم دجانان پروت وی

تش په اوښکو یی دزړه تسکین کومه
په لیموکی می تل نم دجانان پروت وی

ماتی شناختی یی دقبرښکو لومه
په مزارکی چی شبنم دجانان پروت وی

په طلب دیوه داسی ملاګرځم
په تعویذکی چې یی دم دجانان پروت وی

لیونی یی کړم دلاس راپاتی نښو
تصورکې مې قلم دجانان پروت وی

په زړګی باندی یی داغ داغ کړمه هجر
په کوګل کی می حرم دجانان پروت وی

حسیني له خدای یوداسی طبیب غواړم
په نسخه کی چی یی زغم دجانان پروت وی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x