ادبي لیکني

څلی

سيد منتظر شاه هاشمي

د دارالامان له خوا د ښار پلو په یو بس کې را وختم، د عمره د یو پوخ سړي څنګ کې څوکۍ تشه وه، زه هم له سلام وروسته د هغه تر څنګ کښیناستم. له څیرې زړور سړی بریښید. تمه مې وه چې د لارې د لنډیدو په بهانه ورسره خواله وکړم خو هغه ډیر نه ګړید.

ما هم په خپل لاسي کتاب ځان بوخت کړ، ورو، ورو مو سفر د ښار پلو را لنډیده.  ناببره سړي زما پر اوږه لاس کیښود، ما فکر کاو چې په کوم تمځای کې کوزیږي. ما له کتابه سر را پورته کړ، غوښتل مې لاره ورکړم، ماته یې وویل؛

هغه وینې!

ما پوښتنه وکړه؛

څه شی؟

هغه خپله ګوته د دهمزنګ د چوک څلي ته نیولې وه، په داسې حال کې چې ستونی یې ډډ او غریو نیولی و، څلي ته یې وکتل، بیایې لږ سکوت وکړ، زیاته یې کړه؛

دا څلی د یو غیرتي ولس د میړانو د یادونو نښه ده، کله، کله همداسې وشي، رښتيني خلک لکه لمر خپل ځای ماښامونو ته پریږدي، میړانې یې د زوره ورو له یاده ووځي او هیرې شي. خو، دوي لکه ستوري په شپه کې هم پردیسو ته د لارې مشال وي، نه پریږدي چې بې لورې شي.

دا ځلی هم همداسې وشول، یو ځل بیا چا یاد څلی سوداګرۍ ته وړاندې کړ او چا د ځان غوښتنې له کبله زما د ولس په وینو اوبه کړ، غلی شو، د دعا لاس یې پورته کړ، له ځنډ وروسته يې په نیولي اواز وویل؛ خواشینی یم، د غم له پاسه غم!

ساه یې واخیسته او ماته یې په لیکلې لهجه وویل؛

موږ ډیر ښه زړي یو، همداسې ډیر پیښ شویدي چې ژر مو خپل دوست او دښمن  نه دي موندلی. وايي چې موده وړاندې د ننګرهار د قول اردو مخې ته دوه توپونه ولاړ وو، کوم انګریز له یو ژباړنه پوښتلي وو؛
دا توپونه د کوم هیواد دي؟

ژباړن زیرک او ولسپال ځوان و، ور غبرګه یې کړې وه چې؛

دا توپونه د غازي امان الله خان د زمانې دي چې د غازي د وطنپالنې، علمي او فرهنګې ودې د پرمختګ څرګندونه یې کوله، په دې توپونو مو انګریزان له خپلې خاورې ویستلي دي.

هغه زیاته کړه، وايي په داسې حال کې چې انګریز وخندل، سر يې وخوځاو او اوږده یې کړه:

هو، خو اوس یې د اره کولو او ړنګه ولو له پاره د هماغه انګریز لمسیان راغلي دي چې د خپل نیکه د کسات په پلمه یې له منځه یې یوسي.

له دې خبرې سره زما د آند په هنداره کې، څنګ ته ناست سړي لکه د دهمزنګ غرونه، هسې هسک را څرګند شو. جراات مې ونه کړ چې ترې پوښتنه وکړم، خو له ځانه سره مې وویل چې، ګواکی کوم ملت مین څوک دې ولید چې د تاریخ یوه زرینه تابلو یې زما تر مخ کیښوده. هغې خپلو خبرو ته دوام ورکړ؛

د بهرني خبره مې هلته زړه ته ولویده چې د شیرپور نظامي کلا، هغه چې په سینه کې يې د افغانانو جرګې، تورې، شملې او د وزیر محمد اکبرخان غوندې ویاړنې پرتې وي ولې په هستوګنیځیزه سیمه بدله شوه؟

ولې موزیم نه شو، ولې ارزښتونه نه شول؟ ولې ارزښتونو زما بیوزلیو ته د پای ټکی کښینښود؟ دې ته ورته په لسګونو خبرې، کیدای شي همداسې یو راز وي چې یو څوک مو د نیکونو په ویاړونو خاوری را اړوي. (په غیبو الله پوهیږي).

راوي چې له ما سره د ښاري موټر په څوکۍ کې ملګری و، په داسې حال کې چې موږ دواړه د دهمزنګ له چوکه تیریدو، شاته یې ګوته ونیوله ویې ویل؛

دا د غازي عبدالوکیل خان نورستاني د میړانو د یادونې څلی دی چې خپل ولس ورته ډالۍ کړی.

سم له لاسه یې هغه زما پر ذهن انځور کړ؛

هغه د هیواد د خپلواکۍ له پاره د انګریزانو سره جنګیدلی و، شا یې سپیره نه وه، پردي ته یې د مریتوب سر نه و ټیټ، پردي یې په خپله ورشو کې نه خوښیدل، مخ یې سور و، ځکه یې ملت دا څلی دهغه په نامه وباله.

په داسې حال کې چې په تمځای یې کې د کوزیدو تیاری نیو، زموږ ذهن ته یې یوه پوښتنه راواستوله؛

ددې څلي د نوم اړول، د شیرپور د کلا او غازي امان الله خان د توپونو د له منځه وړلو د پیښې په څیر در واخلئ، یو څوک شاته ولاړ دی چې په لمسه یې زموږ د ملي ویاړونو او آرزښتونو جنازه، زموږ د نا خبرۍ له کبله زموږ په خپلو اوږو بار او د تاریخ هدیرې یې ته سپارو.

په پای کې په بس کې سپرلیو ته مخ ور واړاو؛

په دې خبره را سره مله یاست؟

په ښاري بس کې چوپه چوپتیا خپره وه، هیچا څه ونه ویل، یوازې د تایئد سرونه خوځیدل، دی پاڅید، په همدې تمځای کې کوز شو، شاته مو پسې کتل چې ورو، ورو مو د چنداول په تاو را تاو کوڅو کې له سترګو پناه شو.

۱۳۹۵-۴-۵ کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x