ټولنیزه برخه

زرينې مرغلرې

ژباړه: نجیب الله خان

۱- علم یعنې په دې پوهيدل، چې څه باید ووایو، هوښیاري يعنې په دې پوهيدل، چې کله باید یو څه ووایو.

۲- خاموشه خلک تر ټولو اوچت فکرونه لري.

۳- غمونه او دردونه ډيرۍ خلکو ته بدلون وربښي.

۴-د مین په څیر واوسه نه دیوه جنګيالي.
لیکن دهغه څه لپاره همېشه وجنګیږه ،چې ته ورسره مینه لري.

۵- تاسو به هيڅکله زړور نشئ، که څوک درته زیان ونه رسوي.
تاسو به هیڅکله څه زده نه کړئ، که غلطي ونه کړئ.
تاسو به هيڅکله کامیاب نشئ، که ماتي ونه خورئ.

۶- مینه د هغه چا سره وکړه، چې ستا زړه یې غواړي.
د خلکو په خبرو پسې مه ګرځه.
د ستا ژوند دی، د دوی ندی.

۷- هیڅ خبره نده، که تاسو د نورو شتمنو په شان لوی کور، قيمتي موټر، او بانکي حساب نلرئ، خو ستاسو قبر او د نورو شتمنو قبرونه به همیشه په یوه اندازه وي.

۸- ښکلاپه دې معنا نده، چې ښکلی مخ ولرئ.بلکې
په دې معنا ده، چې ښه فکر، ښه زړه او ښه اخلاق ولرې.

۹-پیسې وايي،چې ما وګټه، نور هر څه هیر کړه.
وخت وايي، چې ما تعقيب کړه، نور هر څه هیر کړه.
راتلونکی وايي، چې زما لپاره مبارزه وکړه، نور هر څه هیر کړه.
خو خدای پاک وايي، چې يوازې ما په یاد ولره، زه درته دا هر څه در کوم.

۱۰- هڅه وکړئ چې، د هر شي په اړه یو څه زده کړئ، خو د ځینو شیانو په اړه هر څه زده کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x