
له جګړي د وتلو لار/ صميم کټوازی
صميم کټوازی
په هيواد کي د رواني جګړي دواړه لوري د يو بل د ځپلو او له منځه وړلو لپاره خپل وروستی زور ازمويي، د دې زور ازمويني ګټي که هر چاته رسېږي خو زيان ئې يوازي افغانان ويني، ويني د دوی تويېږي، کورونه او کلي د دوی ورانېږي، د جګړي نور ټول اړخونه ئې مامون او مصؤن دي، د خير پر غونډۍ ناست دي او زموږ د نابودۍ وروستۍ تماشې کوي.
افغانان په دې جګړي کي يوازي د خپلو سرونو او مالونو قرباني نه ورکوي، بلکي د يو ملت په حيث د خپل ملي يووالي قرباني هم ورکوي، د وروڼو قومونو ترمنځ ئې سمتي او ژبني تعصبات د هري ورځي په تېرېدو سره پړسېږي او پر يو بل ئې بې باورۍ د دښمنۍ کچي ته رسېدلې، هغه چي د چارو واګي ئې په لاس کي دي، سخت بېلاري دي، د څو ورځو واک او ځواک ئې سترګي ړندې کړې دي، پر ملت هيڅ ترحم نلري، د خپل واک د غځولو لپاره دې ته چمتو دي چي ټول ولس په اور کي وسوځي، د نورو غلامۍ ته اړ شي خو دې ته تيار نه دي چي د خپل افغان ورور په وړاندي پتمن انعطاف او تنازل وښيي او مشروع غوښتني ئې و مني.
په ډېر تأسف سره بايد و وايم چي د کابل هر واکمن د خدايي واک او ځواک مدعي وي، له خپل هر مخالف مطلقه تسليمي او بندګي غواړي، دا “خدايي غرور” ئې د دې لامل کېږي چي مخالف ئې په وړاندي د جګړي لار غوره کړي، د خپل طبيعي او سياسي حيات د ژغورني لپاره د هر دښمن در ته ودرېږي او بالاخر ټول هيواد د جنګ په لمبو کي و سوځي، د هيواد نږدې درئ سوه کلن معاصر تاريخ د دې تريخ واقعيت ښکارندويه دئ، د جګړي او هيواد ورانېدني ټولي پېښي د کابل د واکمن د دې شيطاني خصلت زېږنده دي!
د هيواد روان بحران د مهارولو او له جګړي د وتلو لپاره د کابل واکمن بايد تر خپل غرور تېر شي، د خپل څو ورځني اقتدار لپاره دي نور خپل ځورېدلی ملت نه ځوروي، دا دي ومني چي جګړه ئې نور هم د پرديو غلامۍ ته اړ کوي، هيواد ئې نور هم د تباهۍ خوا ته بيايي، د دې واقعيت په درک کولو سره دي څو کارونه وکړي:
- له هغو سره دي د رښتينې صلحي لپاره را وړاندي شي چي د جګړي د پای ته رسولو او هيواد له نوري تباهي د ژغورلو لپاره ئې په پوره مېړانه د دوی په وړاندي پتمن انعطاف او تنازل وکړ، د صلحي تړون دي لاسليک کړي او په پوره اخلاص دې د عملي کولو لپاره مټي ور ونغاړي، د جګړي اوږدولو او سختولو ته دې نه اړکوي.
او د هغو ملي حيثيت او افغانيت دي ومني چي د جګړي په ميدان کي ئې تر يوې ورځي بلي ته زور پرې تېرېږي، نور دې پردي نه ګني، مشروع غوښتني دې و مني، د دوی په وړاندي دي پراخه انعطاف وښيي، د پرديو او ګاونډيو له لاري دي پرې د فشار واردولو هڅي پرېږدي، د هيواد د قومونو او ولسونو د مخورو استازو جرګې دي ور ولېږي، چېري چي دوی غواړي خبري دي ورسره وکړي، له نوم او نښان سره دې حساسيت نه ښيي، پر پراخه ټنده دې ومني.