شعـــــرونه

غزل: حاجي احمد بريالی

 حاجى احمد بريالى

ګوره پېښوره زما جونګړه يې تالاکړه
ولاړو په ژړا درڅخه کډه موپه شاکړه

تاراته کتل چى ماشومان راپورى نښتى وه
تاراته يو وختى د مورجانى مينه راکړه

شاته به مى غولى ته کتل په منډه ووتم
زمااوښکلنوسترګو کاڼي بوټي په ژړاکړه

ژاړودقسمته چى نصيب موولى داسى کړى
زه يوازى نه زماټوله قام يې راسزا کړه

ماته دى تياره کى درڼالاره څرګنده کړه
زه چى بريالى سوم رانه پټه دى برياکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x