
غزل/ نور احمد صديقي
نور احمد صديقي
خپله وو ښکلی هم یې ښکلي شاګردان روزلي
زمونږ امام دلته زرګونه امامان روزلي
زمونږ ګلبڼ ته خو چې هرکله پردیان راغلي
پردي یې ویشتي دي په سر مونږه غازیان روزلي
ماویل غیرت به په دې چم کې نور ونه وینو مونږ
خو، غیرتي دلته بې شمیره غیرتیان روزلي
مشر شو مړ، ماویل بې مشره به کاروان شي څنګه
مشر، مدبره خپل ځان په څیر مشران روزلي
ګریوان شلیدلی د یتیم ما صدیقي ژړوي
راځي، ګریوان ورته ګنډي چا خیاطان روزلي
نوراحمد صدیقي
1395-5-20