شعـــــرونه

فی البديهه مشاعره

د تيري پنج شنبې د شپې في البديهه مشاعره چي د شاعر أو ليکوال عبدالرحمن محمود صاحب پر ديوال ترسره شوه

ترتيب: شاکرجان هلمندي

ستا دعشق له وينو ډک شول ځيګرونه
ستا په لاره کي بايلې ځلمي ســـــرونـه

سيدجمال وردګ
بياهلمند ورته سکروټه ده تنور دى
پکښي سوځي د ياغيانو قطارونه

محمد کريم حکيمي
شاه ځلمې له هري لوري پري راتاودي
غوڅوي د شيطانانو أور ميګونه

عبدالرحمن محمود
د بخت ستورى مي له ليري ځلاکاندي
چي نصيب مي د خپل يار شوه ديدنونه

اسدسداد
دجگڑو اورونه ورځ په ورځ گرمیژی
دافغان پہ وینو سرہ شول گودرونه

محمد انور خان
بيا د وخت دغلامانو زور ختلی
بيا هلمند ته را روان طالب ځواکونه

اعظم افغان
زلمو توري ته کړئ لاس ډګر ته دانګئ
دجنت دحورو مهر ستی سرونه

عبدالرحيم
له ګردمن رخسار دي جارسمه جانانه
ته ښائست يې ددي خړو سنګرونه

النية الصالحه
دپښتون وينه عجبه ده أرزانه
په هرزاي کي دپښتون پراته سرونه

شاکرجان
مشاعره په څومره شوق سره روانه
پکښي وينم رنګارنګ خواږه بيتونه

عبدالرحيم شفق حميدي
په هلمند کي اوس وریګي سره اورونه
بل څه نشته صرف د وینو سیبلابونه

فرعوني طیاري ګرځي زمونږ پرسر اوس
له بالا لوري راولي غټ بمونه

زمونږ ویني تر اوبو هم دي ارزاني
ځکه هرڅوک غوڅوي زمونږ سرونه

په ژړا مو خلک خاندي خوشحالي کا
ربه ته خو کړي ور پوري زمونږ غمونه

افغاني تلکاني
خدايه رحم دي پر موږ خوارانو وکړه
په هر کور پراته بي شميره دي غمونه

رومان اعجاز
خیردی مه زه شم قربان توره تیاره ده.
نن به وکړو په جنګی طالب بحثونه.

عبدالرحمن محمود
چي خمار سي په مجلس کي د رندانو
بيائې هيرشي د محسن ساقي جامونه

شاکرجان
ربه وکړي د خپل فضل بارانونه
د طالب وکړې بي شميره نصرتونه

حمدالله دانشمند
اې نسیمه! که که ګذر په هلمند کاندې
هلمندي غازي ته وایه سلامونه.
تور ښاماره روغ رمټ وتل دي ګران دي
شازلمیو تر ملا کړي خنجرونه.

سيدکامران
شکرخدایه ناوه فتح سول هلمند کی
ترینه پاته یه شول شوبلی اوتانگونه

أفغاني تلکاني
لښکرګاه ده که هلمند او که قندوزه
تري راتاو د أخندزاده صاحب فوځونه

شمس الحق غورځنګ
دهلمند دفتحی شپی ورزی په شماردی
سری قطعی په دشمن بل دی سره اورونه

عبدالرحمن محمود
بيا غزاده شورماشور دى دبلبلو
أزانګه پر هر ګړنګ کړي تکبيرونه

سيدکامران
دعمراودمنصورهیبتی زواک دی
تم کیدلی ورته نسی ستافوجونه

شمس الحق غورځنګ
ای غلیمه سربه ستاهم دلته مات شی
زما وطن لری  خنجر خنجر برجونه

متوکل رحماني
دهلمند دسیندموجونه توفانی شول
چه طالب جانان می وکړل تاروزونه

هلال مهاجر
دهلمند د مجاهدلالی په نوم مې
خدای ته پورته ووتمامه شپه لاسونه

مولوي نيک محمد أديب
جنتی ګلاب چه مسک شی صبحدم کی
جنتی خلګ راپورته شی درب کوی لمنځونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x