نظــر

افغانۍ څه ډول ارزښت تر لاسه کړ؟

شاکر جلالي

په ۲۰۰۲ د افغانستان بانک نوي بانک نوټونه بازار ته وروپېژندل او د مرکزي بانک د وخت رئیس انورالحق احدي له ملي سوداگرو او عامو افغانانو غوښتنه وکړه چې په خپله ورځنۍ راکړه ورکړه کې له نوو چاپ شوو افغان بانک نوټونو څخه کار واخلي. له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې افغانیو خپل ارزښت ساتلی وو او لامل یې دا وو چې په دې موده کې ډېرې بهرنۍ ادارې په افغانستان کې په کار بوختې وې او دوی خپلو کارکوونکو ته په بهرنیو اسعارو معاش ورکاوه او په مالي مارکیت کې د افغانیو تقاضا ډېرېده چې د افغانیو ارزښت ورسره په مالي مارکیت کې ثابت وو.

له ۲۰۱۲ کال رهیسې د بهرنیو موسسو مرستې تر ډېره لږې شوې او په مارکیت کې د افغانیو تقاضا راټيټه شوه. په دې موده کې یوازې مرکزي بانک د ډالرو په مقابل کې د افغانیو تقاضا کوله. د افغانستان بانک هره اوونۍ د اوویا ملیونه ډالرو په ارزښت له بازار څخه افغانۍ نیولې چې پولي واحد خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي. دا چې له مرکزي بانک سره محدود بهرنۍ اسعار دي نو نه شي کولی چې په بازار کې د افغانیو ارزښت په یوازې ځان وساتي نو لامله یې افغانۍ په وروستیو څلور کلونو کې خپل ثبات له لاسه ورکړی دی او نه شي کولی چې په بازار کې خپل ارزښت وساتي او ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

افغانۍ څنګه ارزښت تر لاسه کړ؟

• وچه او تازه میوه د افغانستان د صادارتو ډېره لوړه برخه ټاکي. هر کال د زمري له میاشي څخه نیولې تر د چنګاښ پایه پورې د افغانستان صادرات لوړېږي چې له امله یې په مارکیت کې افغانۍ لوړې شوې؛

• په تېرو دوو میاشتو کې ډېری افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې دوی په مارکیت کې د افغانیو تقاضا لوړه کړه او افغانۍ د نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې لوړه شوه؛

• په افغانستان کې شته بهرني اسعار په ډېره لوړه کچه لومړی پاکستان او بیا نورو ګاونډیو هېوادونو ته تېښته کوي، دا چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې پر سره شخړه پیدا شوه او د تورخم لاره د ډېرې مودې لپاره وتړل شوه نو لامله یې په دې موده کې بهرني اسعار په افغانستان کې پاتې شول او افغانۍ د ډالرو په مقابل کې لوړې شوې.

د افغانیو د بې‌ثباتۍ لاملونه:

• د یوه هېواد د پولي واحد ارزښت ساتلو کې تر ټولو مهمه ونډه سوداگري لري. که چېرې د یوه هېواد صادرات لوړ وي نو ملي کرنسي یې ډېر ثبات لري او په کور دننه او نړیوال مارکیټ کې خپل ځای پیدا کوي؛

• افغان ملي سوداگر په ځانگړي ډول او افغانان په عام ډول په خپل ملي کرنسۍ باور نه لري ځکه چې دوی په تاریخي ډول د خپل پولي واحد لامله ډېر تاوانونه کړي؛

• افغانۍ له پیل راهیسې تر دې دمه یوه بې‌ثباته کرنسي ده ځکه چې تر شا یې ډالر دي او هغوی یې ارزښت ساتلی که چېرې له مرکزي بانک سره ډالر نه وي نو ښايي افغانۍ له یوه خورا ستر ناورین سره مخ شي؛

• افغانستان مصرفي یا لگښتي اقتصاد لري، افغان سوداگر د افغانان د ژوند ټولې اړتیاوې له بهر څخه راواردوي. د افغانستان د وارداتو او صادراتو تر منځ کسر ۱۴/۱ دی. دا په دې معنې چې افغانان ۱۴۰٪ واردات او یوازې ۱۰٪ صادرات لري چې دا په خپل ځای افغانۍ بې‌ثباته کوي؛

• کابل، بلخ، هرات کې سوداگر ډالر کاروي او په ختیځ، سویل او سویل ختیځو ولایتونو کې بیا سوداگر د پاکستانیو کلدارو څخه کار اخلي چې دا د افغانیو ارزښت له منځه وړي او په کاروبار کې له افغانیو څخه څوک کار نه اخلي.

افغانۍ څه ډول ارزښت تر لاسه کولی شي:

• افغانستان اوس مهال یو ازاد اقتصادي بازار لري چې لامله یې د وارداتو گراف ډېر لوړ دی. هر څوک له هر ځایه هر څه راواردوي چې لامله یې په کور دننه تولیدات خپل مارکیت له لاسه ورکوي او په تدریجي ډول له منځه وړل کېږي. د وارداتو په لږېدو سره افغانۍ په مارکيت کې خپل ارزښت تر لاسه کوي؛

• افغان حکومت باید کوښښ وکړي چې د کور دننه تولیداتو گراف لوړ کړي. ملي سوداگرو ته شته خنډونه له منځه یوسي تر څو وکولی شي خپل تولیدات لوړ کړي چې په کور دننه یې هم کارونه ډېره شي او وکولی شي چې د وارداتو مخه ونیسي؛

• افغانستان اوسمهال غالۍ، وچه او تازه میوه خپلو گاونډیو هېوادونو ته صادروي. افغان حکومت کولی شي چې دغه صادرات اصلاح کړي او نورو لرو پرتو هېوادونو ته یې هم ورسوي؛

• د حکومتي مسوولیت له ادا کولو وروسته حکومت باید له ټولو افغانانو څخه غوښتنه وکړي چې په خپلو راکړو ورکړو کې له ملي کرنسۍ څخه کار واخلي. د مخالفت په صورت کې باید مجازات شي.

د افغانیو لوړېدل مو په گټه دي؟

هغه هېوادونو چې صادرات یې تر وارداتو ډېر وي، د هغوی لپاره دا په گټه دی چې د خپلې ملي کرنسۍ ارزښت ټيټ وساتي. ځکه چې بهرني کولی شي له دوی څخه په لږه بیه توکي وپیري د دې خبرې ښه بېلگه چینايي ين دی. چینایان په نړۍ کې ډېر صادرات لري او د خپلې ملي کرنسۍ ارزښت ټیټوي او هغه هېوادونو چې واردات یې لوړ دي او صادرات یې لږ دي نو د هغو حکومتونو لپاره دا ښه ده چې د خپلې کرنسۍ ارزښت لوړ وساتي ځکه دوی کولی شي چې په لږ پیسو باندې له بهر څخه ډېر توکي راوارد کړي.

دا چې افغانستان یو وارداتي اقتصاد لري نو په لنډ مهال کې دا ورته ډېره ښه ده چې افغانۍ لوړ ارزښت ولري خو په اوږد مهال کې بیا دا د افغانانو په زیان دی چې افغانۍ لوړ ارزښت ولري ځکه چې دا د دوی د صادراتو مخه نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x