نظــر

په قانون اساسې کښې د لویې جرګې نا مشروعیت !!!

دملې شوری په شتون کې د لویې جرګې رابلل د هیواد د قانون اساسې سره په ټکر کې عمل دی. د سنا مجلس غړې وایې د مهمو او اړینو موضوعاتو پر سر پریکړه او تصمیم نیونه د ملې شوری له صلاحیتونو څخه دی او په هره موضوع د لویې جرګې رابلل مشروعیت نه لري .

 د سنا مجلس وایې د هیواد قانون اساسې د لویې جرګې درابللو او جوړولو په اړه صریح او روښانه دی او په اوسنیو شرایطو کې په لویه جرګه کې د بحث کولو هیڅ پروګرام شتون نه لری

سلا مشوره او په اړینو موضوعاتو پریکړه کول او تصمیم نیول دملې شوری له صلاحیتونو څخه دی او چې کله هم دا شوری فعاله وی د لویې جرګې رابلل غیرقانونې دي د ټولتاکنو په بهیر کښې ددولتې چارواکو هر ډول پټ او ښکاره مداخلت او د ټولټاکنو په پروسه کښې دنوماندانو په ګټه  له دولتې منابعو ګټه اخیستنه به د ټاکنو دپروسې مشروعیت  تر سوال لاندی راولی .

 محمد عاصم ددې پوښتنې په ځواب کښې چې جمهورریس کرزی د خلکو سره په مشورتې لویه جرګه کښې د چا نظریات اخلې په داسې حال کښې چې د ولسی جرګې او د سنا مجلس حتي ددې جرګې د جوړولو د چارو د کمیسون ځنې غړي دلويې جرګې له جوړیدو سره مخالفت دي؟  په ځواب کښې وویل:  جمهورریس غواړي د یوې سیاسې لوبې انځورګرایې وکړي په داسې حال کښې چې د افغانستان قانون اساسې په دې مواردو کښې د تصمیم نیولو بشپړ صراحت لري د افغانستان په قانون اساسې کښې د ملې شوری په  ځانګړو صلاحیتونو کښې د نړیوالو سندونو،تړونونو معاهدو تصدیق هم شامل دي که جمهورریس وغواړی چې هر ډول قرادادستراتیژیک وي او که غیر ستراتیژیک لاسلیک کړې حکومت حق لرې چې دا کار ترسره کړي اما ملې شوری د تایید صلاحیت درلودونکې ده.

 دایتلاف ملې افغانستان غړی زیاته کړه مونږ چې د یو منتخب او ټاکل شوې نظام درلودونکې یو او د افغانستان اسلامې جمهوری دولت ددرې ګونې قواوو درلودونکې دي دا ددې لپاره چې د هیواد ولسمشرکله هم په مهمو ملې مسایلو کښې تصمیم نیسی دغې دري ګونو قواوو ته د دولت په چوکاټ کښې د قانونی اساسې له مخې د ورکړل شویو صلاحیتونو پربنسټ و کولای شی چې د اړتیا په صورت کښې د جوړشوي میکانیزم مطابق هر یو ددې قواوو ته مراجعه وکړي .

محمد عاصم دېوې پوښتنې په ځواب کښې  که د هیواد جمهورریس  یوه لویه غونډه جوړوې او په هغه کښې د مختلفو خلکو څخه مشوره او سلا اخلي نو بیا ستونزه په څه کښې ده؟ وویل: ددې کار ستره نیمګړتیا او عیب قانون ماتونه او قانون تر پښو لاندی کول دي د افغانستان جمهورریس لومړې دا چې پخپله قانون تر پښو لاندي کوي دوهم داچې په دا ډول تش په نامه د خپلې خوښې جرګو په رابللو سره د هغې لویې جرګې چې په قانون اساسې کښې معرفی شوي حیثیت  تر پښو لاندي کوي.

د ایتلاف ملې افغانستان غړي دیوې بلی پوښتنې په ځواب کښې که چیرته ایتلاف ملې افغانستان ته د یو سیاسې ګوند او یا دافغانسان د یو سیاسې ایتلاف په توګه په دي جرګه کښې د ګډون بلنه ورکړل شې ګډون به په کښې وکړې او کنه ؟وویل: چې پخوا هم د افغانستان حکومت دوه مشورتې لویې جرګې رابللې وي چې یوه یې د سولې تر عنوان او بله یې د ستراتیژیک تړون تر عنوان لاندي چې مونږ په یوه کښې هم ګډون نه دي کړې او دا موضوع روښانه ده چې د افغانستان قانونې اساسې دداسې جرګو د جوړیدو په اړه وړاندوینه نه ده کړي نو مونږ باید چې د قانون په ځانګړي ډول له قانون اساسې څخه  دفاع وکړو او د کشمکش پرمهال باید قانون اساسې ته لومړیتوب ورکړل شې.

ژباړه: عبد الواحد رضوانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x