شعـــــرونه

ریښتینه مینه!/ نجیبه ګهیځ احمدزۍ

نجیبه ګهیځ احمدزۍ

ریښتینه مینه !
لاړم د مینې ښار ته
انبار انبار مینې وي
څه د مطلب
څه د هوس
څه د ریا
او
د غرض مینې وي
ټولې د وخت
او
بیوفا مینې وي
! خو
ستا
ریښتینې
پاکیزه
سوچه صادقي مینې
مورې
زه ډیر ستړئ کړم
په ډیر لټون لټون مې
نیم عمر پاتې نه سو
! خو
ما دا ستا په شانې
هیڅ یو انسان ونه موند
هر چا عوض
د خپلي مینې غوښته
خو ستا
ریښتینه
بې غرضه
او
سپیڅلې مینه
د مینې ښار کې نه وه
هلته وو
ډیر او بیشمیر لفظونه
چې پري څرګند کړې
مطلبې محبت
زړګیه
جان
ګلابه
او
یا………
! خو
ستا
پر شونډو په پښتو کې
کوم ساده لفظونه
(مور درنه جار  کړې زویه )
اخ !
ځومره
ګرانښت
ځومره خلوص
د روح تسکین وو پکې
ددې جملې
په اوریدو پسې مې
د مینې ښار ستړۍ کړ
! خو
ما ونه موندله
نه به یي وموندمه
ستا مقدسه
بې غرضه مینه
په هیڅ یو ښار کې نه وه
په هیڅ انسان کې نه وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ماشاء الله ډېر عالي او په خورا روانه ژبه

مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x