کوټه : چاودنه کې د ۴ پوليسو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۱مه ۱۳۹۵ل):د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه ښار کې چاودني مرګ ژوبله اړولې.

چاودنه نن سهار د کوټي ښار زرغون روډ باندي شوې چې له امله يې د ۴ پوليسو په ګډون ۱۰ تنه نور ژوبل شوي.

ژوبل کسان د کوټي لوی روغتون سول هسپتال ته د تداوۍ په موخه وړل شوي.

سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلا بنده شوې او د پيښي اړوند يې څېړني پيل کړي.

د سيمي اوسېدونکي وايي چاودنه دومره زوروره وه چې ږغ يې په ليري پرتو سيمو کې اورېدل شوی.

د بريد مسؤليت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې دا دوهمه چاودنه ده چې په روانه اونۍ کې ترسره کيږي ، تېره دوشنبه د کوټي د ملکي روغتون سول هسپتال کې په چاودنه کې د وژل شويو شمېر ۷۳ تنو ته ورسېد چې زيات شمېر يې وکيلان وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د