ورزش

د محمد نبي تجربه د بند امیر لوبډله له ماتې وژغورله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۲۱مه ۱۳۹۵ل): نن د شپګیزې لیګ په پنځمې لوبې کې د بند امیر ښاماران او د بست ساتوونکي سره مخامخ شول. بند امیر سیالې لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.

د بست ساتوونکي د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه. بند امیر لوبډلې د ځینو لوبغاړو غوره لوبې سره وتوانید په شلو اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې.

د بند امیر لوبډلې لپاره ابراهیم ځدران تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. ابراهیم ځدران په ۳۱ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې او د نسیم بړاس په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

هشمت الله شهیدي په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۷، عمران جنت په ۲۰ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۱ او حضرت الله په ۲۷ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د بست ساتوونکو لپاره نسیم بړاس تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۲۵ منډو ورکولو سره ۳ ویکټې واخیستې. روښان بارکزی، شاهدالله او نجیب الله ځدران هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

بست ساتوونکي هم غوره توپ وهنه وکړه او له یوې حساسې لوبې وروسته يي ماتې وخوړه. بست لوبډلې په شلو اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۳ منډې جوړې کړې.

د بست لوبډلې لپاره بسم الله خان په ۲۷ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۳، خالد لطیف په ۳۱ توپونو د دوو شپږیزو په مرسته ۲۶، یونس احمدزی په ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۱ او شاهدالله په ۳۱ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د بند امیر لوبډلې لپاره محمد نبي، عبدالله عادل او نصرت الله دوه دوه ویکټې او نوین الحق یوه ویکټه واخیسته. عبدالله عادل خپل ۴ اورونو کې ۴۱ منډو ورکولو سره تر ټولو زیاتې او محمد اصف خپل ۴ اورونو کې ۱۸ منډو ورکولو  سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x