افغانستان

ستنېدونکي افغان مهاجرین خپل خپل ملکیتونه په نیمه بیه خرڅوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان څخه افغانستان ته ستنېدونکي افغان مهاجرین خپل ملکیتونه په سیمه‌ییزو خلکو په نیمه بیه خرڅوي.

ډان پاکستاني ورځپاڼې د راپور پر اساس د خیبرپښتونخوا ایالت اړوند صوابۍ ولسوالۍ کې د افغان مهاجرینو دوه ستر کمپونه دي چې تر ۵۰زره په کې زیات افغان مهاجرین اوسیږي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان د حکومت تر پریکړې وروسته مهاجرینو د وتلو لپاره تیاری پیل کړی او د خپل هغه ملکیتونو په خرڅونې يې پیل کړی چې له ځان سره یې افغانستان ته نشي انتقالولی.

د پاکستان په ښارونو کې مېشتو افغان مهاجرینو د خپلو ځمکو او کورونو په خرڅولو پیل کړی او سیمه‌ییز اوسېدونکې د دوی د مجبوریت څخه ګټه اخلي او کورونه ترې په ډير کم نرخ اخلي.

د محمد رفیق په نوم یو کس ویلي چې د دوی په ګاونډ کې «۸ مرلې کور [نېږدې ۳ بیس پاه]» چې ښه سم رغول شوی و، یو افغان مهاجر په ۲۷ لکه کلدارې خرڅ کړ.

د ټوپی ښار اوسېدونکی جاوید خان ډان ته ویلي چې له یوه افغان مهاجره یې یو «سټبلایزر» په ۵زره کلدارې واخېست چې په بازار کې په سختۍ هم په ۱۰زره نه پیدا کیږي.

د صوابۍ په بايي پاس سیمه کې ډيری افغان مهاجرینو خپل د کور سامان د خرڅونې لپاره راویستي وي، سیمه‌ییز اوسیدونکي ورځي او په ډيره کمه بیه یې ترې اخلي.

پر دې سربېره ډیری افغان مهاجرینو خپل څاروي په ډير کمه بیه په قصابانو خرڅ کړي ځکه ډیری دغه څاروي له ځان سره لرې پرتو سیمه ته نشي انتقالولی.

د ګنداف مهاجرینو کمپ یو اوسیدونکي یادې ورځپاڼې ته ویلي چې «که زموږ وخت نور هم
تمدید شي تر یوه کال به ډیر نه وي. نور نو دا څرګنده ده چې په پاکستان کې زموږ اوسېدو وخت کم دی».

ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس د صوابۍ په ګنداف او ګوهاټي کمپونو کې په ترتیب سره ۳۶،۰۰۰ او ۲۲،۵۰۰ افغان مهاجرین د تېرو څو لسیزو راهیسې اوسېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x