افغانستان

د پاکستانۍ چورلکې عملې د خوشې کېدو خبر ورکړل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۱مه ۱۳۹۵ل): پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس د پنجاب حکومت د سرچېنو له قوله لیکلي چې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې غورځېدلې پاکستانۍ چورلکې عمله راخوشې شوې او پاکستان ته رسېدلې ده.

ایکسپریس نیوز د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي چې د چورلکې ټوله عمله بېګا شپه راخوشې شوې او صحیح سلامت پاکستان ته رسېدلي دي.

سرچېنې زیاته کړې چې د عملې د خوشې کېدو لپاره د تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو سره خبرې اترې روانې وې او افغان حکومت هم د عملې په خلاصولو کې مهم کردار ادا کړی دی.

بل لوري ته د پنجاب حکومتي سرچېنو هم ایکسپریس ورځپاڼې ته د چورلکې د عملې د خوشې کېدو تصدیق کړی دی. دوی ویلي چې تر دې دمه د چورلکې عمله په رسمي ډول حکومت ته نه ده سپارل شوې خو یواځې د دې خبر ورکړل شوی چې عمله پاکستان ته رسېدلې.

د یادونې وړ ده چې د اګست په ۴مه د پنجاب حکومت یوه ام ۱۷ چورلکه روس ته روانه وه چې د لوګر ولایت په ازره کې يې بېړنۍ ناسته وکړله او ورسره چورلکه هم ویجاړه شوه.

داسې راپورونه ورکړل شوي چې د چورلکې عمله طالبانو نېولې ده، خو طالبانو تر دې دمه د هغوی د نېولو او بیا خوشې کولو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

ګډ حکومت ژمنه کړې وه چې د چورلکې د خلاصولو لپاره به په سیمه کې عملیات وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظمیر

بیانزی صاحب او افغان صاحب ته مبارکی وایم اوس ستاسو مبارکی تبصری به ځه وی سترګی به لار یو اتلو مبصرینو ته

محمد عبدالله

دوی چی تش لاسی استاد یاسر په نه جرم کلونه کلونه میلمستیا کی ساتلای شی نو دافغانانو میلمستیا هم باید تر دوی کمه نه وای د قاعد اعظم له طرفه راغلو میلمنو ته کم از کم یو کال میلمستیا خو پکار وو لکه د یوسف رضا ګیلانی بختور زوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x