ډاکټر عبدالله: اشرف غني د ولسمشرۍ وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله په ولسمشر اشرف غني تازه نیوکې کړي او ویلي يې دي چې نوموړی د مباحثې او خبرو اترو حوصله نه لري. ډاکټر عبدالله زیاتوي «هغه څوک چې له مقابل لوري سره د بحث حوصله نه لري هغه به د ولسمشرۍ څه اهلیت ولري».

ډاکټر عبدالله چې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت یې نن په سپېدارماڼۍ کې وینا کوله، وویل چې په ځلونو یې د روانو حالاتو په اړه د اشرف غني عدم میلان زغملی دی، خو زیاته یې کړه چې نوره یې د صبر کاسه ډکه شوې.

نوموړي په خپلو خبرو کې اشرف غني ته په خطاب کې وویل:

«د افغانستان ولسمشره! تا په دریوو میاشتو کې له ما سره دوه په دوه ملاقات ته وخت رانکړ، نو بیا ستاسو قیمتي وخت په څه تیریږي؟».

اجراییه رئیس وايي چې اوسني حکومت ته ده مشروعیت ورکړی او د ده په لاسلیک دغه حکومت قانوني بڼه خپله کړې. نوموړی وايي:«اولنی کس زه وم چې دې نظام ته مې مشروعیت ورکړ او امضاء مې وکړه چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی، زما له امضاء څخه د دې نظام مشروعیت پیل شو».

ډاکټر عبدالله په تاکنیزو اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هر قیمت به دغه اصلاحات رامینځته کیږي. هغه زیاته کړه: «په یوه سترګه به ژاړي او په بله خاندي او ټاکنیز اصلاحات به راشي».

اجراییه رئیس د بریښنايي تذکرو د ستونزې په حل کې ولسمشر اشرف غني په ناغیړۍ تورن کړ او ویې ویل چې د دې ستونزې لپاره لسګونه داسې حل لارې وموندل شوې چې د هیواد د ټولو پرګنو تشویشونه په کې رفع کیدل خو دا کار څوک پرمخ نه وړي او نه پرې بحث کوي.

ډاکټر عبدلله وویل چې په کابینه کې له وزیرانو سره د مور او میری سلوک کیږي او پرته له دې چې د یو وزیر کاري لاسته راوړنې وکتل شي د «وزیراکبرخان» مډال ورکول کیږي. هغه زیاته کړه چې د وزیر اکبرخان د مډال په ورکړې باید په حکومت کې بحث وشي او د کابینې تر موافقې وروسته ورکړل شي، خو په وینا یې، اشرف غني په خپل سر خلکو ته مډالونه ورکوي.

اجراییه رئیس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر اشرف غني نن په ګلخانې ماڼۍ کې د حشمت خلیل کرزي زوی «صفي الله کرزي» ته د وزیراکبرخان مډال ورکړ.

ډاکټر عبدالله په ولسمشر د نیوکو په لړ کې وویل چې پس له دې صبر نه شي کولی او د راتلونکې شنبې په ورځ به له اشرف غني سره جدي خبرې وکړي.

د سیاسي چارو کاپوه ډاکټر نبي مصداق وايي چې ډاکټرعبدالله ځکه په ولسمشر نیوکو ته ملا تړلې چې د اجرایوي ریاست دوه کلنه قانوني موده پای ته رسېدلی او اوس له نیوکو پرته بله لار نه لري.

خو د ولسي جرګې غړی داود کلکاني د اجرایوي ریاست د عدم مشروعیت استدلال بې ځایه ګڼي او وايي چې ډاکټر عبدالله او اشرف غني دواړه د یوې معاملې په نتیجه کې واک ته رسېدلې او په خبره یې، که د یوه قانوني موده پای ته رسیږي، بل هم په اتومات ډول خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

ښاغلی کلکاني زیاتوي: «د ملي یووالي حکومت د یوې معاملې محصول دی، بناء یوازې اجرایوي ریاست نه، بلکې د ملي یووالی ټول حکومت دوه کلن مشروعیت لري، دا سمه نه ده چې د اجرایوي ریاست موده پای ته رسېدلې او د ولسمشر قانوني موده پاتې ده».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کیري» په منځګړیتوب د امریکا په سفارت کې د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته دا لومړی ځل دی د دغه حکومت یو مشر په بل باندې دومره توندې نیوکې کوي.

د ارګ ولسمشریزې ماڼۍ تر اوسه د اجرایوي ریاست د وروستیو نیوکو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د