
طالبان به په ژمي کي هم خپل عملیاتو ته ادامه ورکړې – امریکايي جنرال
د امریکا یو جګ پوړي جنرال تیره ورځ (22-10-2013) خبرداری ورکړ، او ویلي چي په افغانستان کي د حکومت وسلوال مخالفین به د راتلونکي ژمي په موسم کي هم د امریکایانو او د حکومت په خلاف خپل عملیاتو ته ادامه ورکړي.
نوموړي ویلي چي د راتلونکو انتخاباتو د مخنیوي په خاطر به هم هغوی خپل عملیات ګړندي کړي، او د امریکایانو او په ایساف کي د غړو هیوادونو له خوا د فوځونو د ایستلو لړۍ به هم هغوی نورو عملیاتو ته وهڅوي.
د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کي خپور شوی راپور وایی چي طالبان عموما د ژمي په موسم کي عسکري عملیات د ګرمیو تر موسم کموي، او په دغه وخت کي په خاموشي سره خپل سیاسي فعالیت په محلي سطحه پياوړی کوي.
خو په واشنګټن کي د ناټو په یوه کانفرانس کي ورته یو جګ پوړي جنرال ویلي چي اوس هغه د پخوا وخت نه دی، اوسني استخباراتي معلومات په ډاګه کوي چي طالبان به خپل عملیاتو ته همداسي ادامه ورکړي، د امریکایانو او نورو غربي فوځیانو د وتلو څخه به استفاده وکړي، او هڅه به وکړي چي راتلونکي ولسمشریزي ټاکني تر تاثیر لاندي راولي.
نوموړي ویلي چي اوس د پخوا په شان مونږ د جګړې د دریدو موسم نه لرو، په حقیقت کي مونږ دا ځل د ګرمي د جګړې څخه د ژمي جګړې ته انتقالیږو.
دغه جنرال چي د ناټو د پالیسي له مخي يې اجازه نه درلوده، خبریالانو سره خبري وکړي، ځکه یې نو نوم هم پټ ساتل شوی، زیاته کړې. چي طالبان به د راتلونکي ژمي په موسم کي خپل په عملیاتو کي ځیني غټ پلان شوي عملیات وکړي، لکه پر غټو قرارګاوو او سفارتونو عملیات ، یا پر سیاسي شخصیتونو او کاندایدانو عملیات او یا کیدای سي په دغه موسم کي طالبانو نور مهم اهداف په نښه کړي، او زیاته کړې چي کیدای شي هغوی بیا هم خپل د ستراتیژي له مخي د مخامخ جګړې څخه ځان وژغوري، او کوشش وکړي چي په یو مخامخ جګړې کي د ناټو او افغان ځواکونو سره ښکېل نه شي.