شعـــــرونه

نعتیه کلام/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

زړه راښکونکی ده ګلزار کلی مې خوښ دی
هغه دروند هغه شاهکار کلی مې خوښ دی

پاچاهان یې چې په در کې ګدا ګرزي
ها د شاه ها د تاجدار کلی مې خوش دی

رحمتونه له باران سره پرې اوري
تل تر تله پرې سرشار کلی مې خوښ دی

کل جهان پرې ښایسته ده یو جهان دي
د جهان دا افتخار کلی مې خوښ دی

ددې کلي ټول ښایست له یو اعلا ده
پسرلی ده د بهار کلی مې خوش دی

موږ ته مینه دې بهار څرګنده کړې
ما ته ویاړ دا د غمخوار کلی مې خوش دی

اې باداره چې دې کلي ته زه ورشم
غواړم مرګ بیا د دیدار کلی مې خوش دی

زړه به هلته ښه تسکین شې ستا فتحانه
نا قرار ده د قرار کلی مې خوښ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x