ټولنیزه برخه

دبلوغ سره سم د ښځي په نکاح ورکول

ډاکتر مطیع الله عطاف

تر یوه زیات واده کول او په کور کی د ښځو پاتي کېدل ، هغه حقوق دي چې اسلام نارینه او ښځو ته ورکړي دي..
خو داسلام دښمنانو په اند بیا دا مکروه او مبغوض کارونه او نه بښونکي جرائم بلل کیږي.

دوی معکوس روان دي ، دوی دخپلوشهواني غوښتونو دپوره کولو په نظرکي نیولو سره نارینه او ښځو ته حقوق ورکړي دي، د دوی په اند:

دښځو بربنډتوب تمدن دی، په مکتبو او پوهنتونو کي د ځوانانو او انجونو یوځای زده کړي کول ، خبري او ټوکي ټکالي کول ، ټلیفوني اړیکي ساتل او یوځای پارکونو ته تلل، د ښځو حقوق دي

په محفلونو کي دانجونو ګډا کول، په عامو لوبو کي دهغوی ګډون کول، او دهغوی دپاره دلامبو وهلو حوضونه او دسپورټ دپاره کلبونه جوړول، قانوني آزادي ده

زنا او لواطت که دجانبینو په خوښه وي او په ښکاره ډول ونشي نو هیڅ پروا نه لري.. خو که په جبري ډول ترسره شي او یا خبره ډېره رسوا شي نو بیا به محکمه او څارنوالي د جیبونو دحالت په نظر کي نیولو سره پرېکړه کوي.. بس همدغه دمو کراسي ده چې جهنم ته یې خلک روان کړي .. او شیطان هرڅه ورته ښایسته کړي دي.

ګرانو خویندو که دیموکراتانو ستاسي داحترام او عزت اراده درلودای نو ستاسي پرعزت او شرف به یې غیرت کړی وای
که هغوی غیرتمن او عزتمن خلک وای نو تاسي به یې دشهوت د سامان په ډول استعمال کړي نه واست !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x