ټولنیزه برخه

د عالمانو د اختلاف پرمهال عوامو ته څه کول پکار دي؟

محمد یعقوب نائل

په یوه مسئله کې د عالمانو د اختلاف پرمهال مې د ډیریو عوامو وروڼو څخه اورېدلي چې موږ اوس کومه لار غوره کړو ، زموږ نه یې لاره ورکه کړه او موږ په کومه لاړ شو? دا او دېته ورته نورې خبرې کوي….

پرته له دې چې دا وروڼه یا څوک خفه کړي یا هم خلکو ته په ګیلو کولو سره ځان د ژور خفګان سره مخ کړي ، باید لاندیني ټکي په پام کې ونیسي تر څو د یو ژور خفګان نه وژغورل شي.

(1): د پوهې څښتنان باید لومړی له ځانه سره فکر وکړي چې په دنیوي کارونو کې مو کله د روغتیا په اړه د یو طبیب سره اختلاف شي یا یو طبیب د بل طبیب د رایې سره اختلاف پیدا شي، نو ایا دغه وخت مو کله د طبیبانو سره شخړه راغلې او که په خپله خوښه مو خپل کار مخ پر وړاندې بوولئ?

ښکاره ده چې د طبیب سره څوک کار نه لري، نه په هغه باندې څوک بدګمانه کیږي ، ځکه چې هر طبیب د خپل تحقیق سره سم ناروغ ته د هغه د ناروغۍ اړوند معلومات ورکوي ، د همدې له امله کله -کله د دوه طبیبانو په خپلو رایو کې سره اختلاف راشي.

دغه وخت څوک هم نه وایي چې د دواړو طبیبانو د اختلاف له کبله زه د خپل ناروغ تشخیص نه کوم، ځکه چې دوی په خپلو کې سره جوړ نه دي یا زه خپله د ناروغ معاینه کوم ، ځکه چې دوی په نظر کې سره اختلاف لري، نه!! بلکې د خپل ناروغ په تشخیص یې حرص نور هم زیات شي او غواړي چې د مخکني څخه تکړه طبیب وګورم تر څو د خپل ناروغ تشخیص په ښه ډول وکړم ، ښه درمل راته ولیکي او ناروغ مې پرې روغ شي.

(2): دغه راز کله چې چاته یوه دوسیه(مقدمه) پېښه شي ، دغه سړی د خپلې دوسیې د ګټلو لپاره د قانون پوهانو وکیلانو سره مشوره کوي ، زیاتره وخت د دوه قانون پوهانو وکیلانو ترمنځ د دوسیې په کامیابېدو کې اختلاف راشي ، ایا په دغه وخت کې به اصلي سړی د وکیلانو سره جنګ کوي، که خپله دوسیه د دوی د اختلاف له کبله پريږدي او که مخ پر وړاندې یې بوځي?

څرګنده ده چې د وکيلانو د اختلاف له کبله به د خپلې دوسیې د ګټلو هڅې نور هم دوامداره او چټکې کړي.

زما سوال اوس دا دی چې دغه اسانه اصول د عالمانو د اختلاف پرمهال ولې خلک نه مراعات کوي??

ددې اصولو په رڼا کې باید د عالمانو د اختلاف پرمهال د کوم تکړه عالم نه پوښتنه وشي او یا د هغه چا څخه چې دده عقیده ورباندې کلکه وي ، نو د همدې لارې به ځان د ژورو خفګانونو نه وژغوري ، ځکه که کوم عالم غلط ځواب ورته ووايي نو ګناه یې هسې هم په دغه عالم وي ، په مسئلې باندې د عمل کوونکي غاړه خلاصه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x