شعـــــرونه

غزل/ سميع الله تړون

سميع الله تړون

سر نه چې کږه وږه پګړۍ وهي خوشاله دى
دا سړي ضرور کفري نړۍ وهي خوشاله دى

لاسو کې يي توره بريښنايي تبې نيولې ده
نن د يو ظالم سړي غړۍ وهي خوشاله دى

حورو ورته غاړه کې لاسونه اچولي دي
جنګ ته ځي سړه وچه مړۍ وهي خوشاله دى

دا سړى د نورو د چپنو کيسې نه اوري
ګوتې په ساده باده شړۍ وهي خوشاله دى

دلته بل سړى دى د ژوندون نه ناخبره دى
هسې سمبوسې او پيکوړۍ وهي خوشاله دى

دې سړي ته ګوره له غوصې يي مرۍ وچه شي
لاپې هره ورځ دړۍ دړۍ وهي خوشاله دى

دا سړى له خپلو ښو او بدو نه خبر نه دى
دا خو له ديوال سره کوپړۍ وهي خوشاله دى

خوار تړون ته وګوره مسکى شي ږيره وګريي
فکر به په خپله شاعرۍ وهي خوشاله دى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x