زموږ کلي او بانډې – دوهمه برخه. دسمیع الدین افغاني لیکنه

children_reading_old_picپه لغمان کې د حیدر خانیو کلی اوجامع جومات

په لغمان کې د حیدر خانیو کلی او جامع جومات زموږ دکلي څخه شپږ میله لرې واټن درلود او زموږه کلیوالي ښوونځی په همدې جامع جومات کـې موقعت درلوده چې استاد شـیر احمد خان د دې دهاتي ښوونځی یواځنی استاد او مسؤول وه .

زموږ د عمر هلکان ( په هغه وخــت کې چې زه د اوو کلو وم) دی دهاتـي ښوونځی ته تقریبا د ۱۲ کیلو مترو نه لرې هلکان پلی راتلل ، په دغه کلیوالي ښوونځی کې تردریم ټولګي پـورې شاګردان په تعلیم بوخت وه .

استاد شیر احمد خان چې دلوړ قد او قامت خاوند، مهربــانه او مدبر ښوونکی وه، کله کله به یې موږ تر ښوونځی پورې رهنمایي کولو او په لاره او ښوونځی کې به ېې تل د نصیحت ډکې خاطرې له موږ سره شریکولې .

دحیدرخانیو کلی په هغه وخت کې دلاسی صنعت له نظره ډیر شهر ت درلود، هلته صنعت کارانو ښکلی چړې اوچاقو ګان جوړول چې ښایسته لاستي بــه یې ورته برابرول او همدا رنګه د خمتا په اوبدلو کې یې هم خاص نوم درلود چې د حیدر خانیو د کلي خمتا نه یوازی په لغمان کې بلکه ز موږ د هیواد په نورو ولایاتو کې هم ځانګړی بازار او ارزښت درلود.

زموږ په ښوونځی کې په اوسط ډول د سلو څخه زیاتو شاګردان زده کړه کوله چې په درې صنفونو یعنې په لمړي ، دوهم او دریم صنفونو کې په تعلیم بوخت وه چې د ښونځی ټولو صنفونو لپاره صرف یو ښوونکی وه ، او استاد شـیر احمد خان کولای شول چې د ټولو شاګردانو درسي ستونزې او مشکلات حل کړی.

درسي کتابونه ټولو ته نه رسیدل ، کله به یو کتاب په دوو او یا څو شاګردانو شریک ویشل کیده .

ښوونکی صاحب به د دریم ټـــولګي لایقه هلکان د خپل تــــدریسی پروګرامو ترڅنګ په لمړی او دوهم ټولګیو کې وګمارل چــــې افتخاري درس ورکــــړي چې دې کار له يوې خوا لايقه شاګردان د تدريس دميتود او رويشونو سره اشنا کول او له بلې خوا دغه شاګردان د استاد شير احمد خان سره د تدريسي پلانونو په عملي کولو کې ډير مثمره رول لوبوه.

موږ چې د قلم ، کاغذ او نورو قرطاسیوي موادو نشتوالی احساسوه نو د کاغذ پر ځای مو دوړې تورې تختې څخه چې دخپلو کتابونو سره د ځانه سره کور ته وړ له او راوړلــه استفاده کوله هغه داسې چې هر شاګرد به دا وړه تخته ، دکړکو قلم اومشواڼی چې دغنمو سیاهي به پکې وه له ځانه سره لرله، شاګردانو به د درس دشروع کیدو څخه څو شیبې دمخه دا تخته د اوبو سره د جومات یا ښوونځی په بیالې کې مینځله او وروسته بــه یې تخته ګل یا د تختې مخصوصه خټه پرې و مښله, بـیـا به یې دلاس په څنګل دا خټه په تخته کې ښه همواره کـــړه، کله چې دا اوبلنه خټه په تخته کې په مساوی ډول همواره شوه بـیا به یې لمر ته کیښوده چې وچه شي چې وروسته د څو شیبو به تخته وچه او لیکلو ته برابره شوه.

په ښوونځی کې د دينیات، قرانکریم او حساب ترڅنګ حسن خط ته خاصه پاملرنه وه چې په همدې تخته کــــې به مو مشق او تمرین کوه ، الفبا به مو په مشقي تــوګه په کې لیکله بـــیا به مو ښوونکی ته د اصلاح لپاره ښودله چې په همـدې اساس او طرز د کار کې شاګردانو خپل مینځي رقابتونه هــــم درلودل، هغه یو شاګرد بــه ویل چې زه یې ښکلی لیکم اوهغه بل به بیا ویل چې زه یـې تر تا ښه لیکم په همدې ډول دحرفونو، جملو او مقالو د لیکلو سیالۍ د شاګردانو په مینځ کې روانې وې، یو شمیر نورو به په دغه تخـته کې خــپلو خپلوانو ته لکه پلار ، وړونو، کاکا ، ماما او انډیوالانو ته د خطونو لیکل مشق او تـمرین کوه او ادبی جملې او اصطلاحات به یې پکې کارول چې همـدې رقابتونو زموږ د ښوونځی د شاګردانو دتدریس سطحه لوړه او زموږ ښوونځی په سیمه کې ښه شهرت درلود او ډیر مرزایان ترې فارغ شول.

استاد شیر احمد خان تل هڅه کـــوله چې دشاګردانو درسي ستونزې او پــــرابلمونه حل کړي او د شاګردانو تدریس او پوهاوي ته یې خاصه پاملرنه درلوده، هغــــه به شاګردانو ته تل ویل چې د تعلیم سره تربیه ضــرور ده او مــــوږ بایــــد دې اصل ته ډیره پــــاملرنه وکــــړو، که څوک تعلیم ولري او تربیه ونه لري مکمل انسان نه دی اوپه ټولنه کې ځای نلری همدارنګه بې تعلیمه انسان نه شي کولای په ټولنه کې دترقي او پیشرفت لپاره او همدا رنګه په ورځني ژوند او چاروکې بریاوې تر لاسه کړي.

په کلي کې دشیر وار رواج:

په کلي کې دشیر واررواج هم وه هغه داسې چې دکلي درې یا څلوروکورنیو به چې د شیدو غواوې درلودلې په وار سره یوې کورنۍ ته د خپلې غوا شیدې ورکولې چې یوه اونی به د یوه کور او بله اونی به دبل کورچــــې په ترتیب او وار سره د تمامو هغه کورنیو چې په شیر وار کې شریک وه وار رسیده، هرې کورنۍ به دخپلو شدو کټی واهه او اندازه یې مــعلوموله چــې بیا په همـــاغه اندازه د مقابل لوري څخه شیدې په خپل وار کې تر لاسه کړي ، پـــه همدی ډول شیر وار ادامه درلوده.

دکلي ښځو په خپل مینځ کې شیر وار اچولی وه نوکله چې بـــه د سهار لمونځونه وشول بیا به دکور د بیالې تر غاړې په لویو مټۍ ګانو کې د مستو کټوې خالي کیدلې او دکلي ښځې به ترې چارپیره او د منداڼو په واسطه به یې دا مستې په وار سره شاربلې تـر څوځګ به یې د مستو څخه جدا اوبیا به یې دچاڼی په واسطه په بله مخصوصه مټی کې را ټول او تر هغه پورې شار بلې تر څو دځګ څخه یې کوچ جدا او پاته شړمبه به یې دکلي په کورنو ته بلخصوص پـه هغه کورنيو چې دشدو څاروي یې نه درلودل ویشل کیدلې.

دکوچو یا د غوا غوړي چې په زیړ غوړو یادیدل ډیر با ارزشه وه چې اکثرا کورنیو د هغه څخه پـه ورځیني خوراک کې استفاده کوله ، همدارنګه یو شمیر کورنیو خپل د ضرورت نه زیات کوچ او غوړي پلورل او په مقابل کې به یې دخپلو کورنیو نور د اړتیا وړ توکي پرې رانیول .

———————

نور بیا

سمیع الدین افغاني



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.