افغانستان

دملي امنیت څخه 65 هیرویني افسران شړل شوي

نن ټکی آسیا: د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل تیره ورځ پارلمان ته وویل چي دوی د ملي امنیت ۶۵ افسران له دې کبله د خپلي دندې څخه وشړل، ځکه چي هغوی د هیروینو نشه کول.

نوموړي دا څرګندوني د ملګرو ملتونو تر هغه وینا یوه اونۍ وروسته کړې، په کوم کي چي راغلي چي افغانستان اوس د نړۍ 80 سلنه مخدره مواد تولیدی، او نیژدې ده چي افغانستان په یو مخ د مخدره مواد هیواد وګرځي، چي کال په کال د هیرینو او تاریاکو کرهڼه مخ په زیاتیدو ده.

رحمت الله نبیل وویل: مونږ د خپلو لیکو څخه هغه ۶۵ کسه افسران وشړل چي د هیروینو نشه یې کول، او مونږ به خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړو.

د رويټرز اژانس په قول نوموړي زیاته کړه چي مونږ دا کسان د هغه پروګرام له مخي کشف کړ، چي غواړي د ملي امنیت په لیکو کي هیروینان کشف کړي او له دندو څخه یې فارغ کړي، دا پروګرام په کابل کي پيل شوی، او په نیژدې راتلونکي کي به نورو ولایتونو ته هم وغځیږي.

نوموړي دا نه دي ویلي چي دا پروګرام یې په دقیقه څه وخت شروع کړی، او افسران یې په څومره موده کي کشف کړی او له ملي امنیت څخه یې کله شړلي دي.

ویل کیږي چي د املي امنیت اکثره کارکونکي پخواني خلقیان دي چي پخوا یې هم ډیر افغانان په تعذیب او شکنجو کي مړه کړي، او اوس هم غواړي چي خپل زوړ تاریخ تکرار کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x