د نن سرلیکنه

د دولتي پوستونو د خرید اوفروخت خطرناکې اغیزې

نن ټکی اسيا ـ سرليکنه

د تیرې سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي په هغې غونډې کې چې په ښې حکومت ولۍ کې د ولسمشرد ځانګړې استازي د دفتر لخوا د اداري فساد (غلا) د مخنیوي په غرض په کابل کې جوړه شوې وه وویل چې په افغانستان کې دولتي دندې او اداري پوستونه د بازاري اجناسو په څیر د پیسو په مقابل کې پیرل کیږي.

نوموړي د خپلو خبرو د سپیناوي لپاره دا هم وویل چې زمونږ د یوې وروستۍ اطلاع له مخې همدا اوس د یوه ولایت د څارندوی قومندانۍ د خرڅلاو پر سر معامله روانه ده.

دا خبرې د دولت د مخالفو وسله والو تبلیغات نه ، بلکې په کابل کې د ملګرو ملتونو (یوناما) د مرستیالۍ د سرپرست ښاغلي مایکل هارتمن توضیحات دي چې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په مخ کې یې کړي.

د ښاغلي مایکل هارتمن ترڅرګندونو وړاندې د ولسي جرګې استازیو هم دا اعتراف کړی چې کاندید وزیران له پارلماني وکیلانو څخه د پیسو په مقابل کې د باور رایې تر لاسه کوي.

که چیري واقعا د ښاغلي مایکل دا څرګندونې وي او په غالب ګومان چې ریښتیا دي نو دا کار په اوس او راتلونکي کې د هیواد او ولس لپاره ډیر بد عواقب او ناوړه اغیزې لرلی شي.

ځکه د دولتي پوستونو د پیرل او پیرودلو له لارې هرڅوک او هرجهت کولای شي د دولت په حساسو پوستونو کې تر ټولو مهم ملي او پوځي پوست په لوړ قیمت واخلي او بیايي د ځان په ګټه وکاروي.

د دولتي پوستونو د پیرل او پیرودلو له لارې هر جهت او هرڅوک کولای شي د وزارت له پوست نه نیولې تر ولایت پوري هر ډول ملکي، پوځي او امنیتي دندې د هیواد په هرځای کې چې وي د کابل په زړه او که په لیرو پرتو ولایتونو کې د پیسو په مقابل کې رانیسي.

له دغې معاملې څخه که یوشمیرپه اداري فساد ککړ کسان یواځي مادي ناوړه ګټه تر لاسه کوي خو یوشمیر نور استخباراتي او مافیايي جهتونو بیا د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره تري کار اخلي او زمونږ د هیواد په داخل کې د همدغو اخیستل شویو پوستونو او وظائفو له لارې خپل استخباراتي فعالیتونه پرمخ بیايي.

د ملي یووالي حکومت چې اساس یې د بهرنیو معامله ګرانو د معاملې اوسازش په نتیجه کې منځته راغلی فکر نه کیږي چې د دغه پلان شوي فساد د مخنیوي توان دي ولري همدا لامل دی چې د اداري فساد(غلا) کچه ورځ تربلې زیاته او د زیاتوالي ګراف یې نور هم مخ په لوړه روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x