ټولنیزه برخه

لمونځ د الله لومړی او غوره ذکر « د يوه ځوان جالبه کیسه»

عبدالله حیران

یو ټیکسي چلوونکی سعودی کیسه کول چي له ریاض نه مې دمام ته څلور ځوانان سپاره کړلد ټیکسي ډریور واویی: دا څلور واړ ښه په سور کې نه وو مست ځوانان وو او مجلس یې هم بې سوره وو دی وایی په لار کې د تیلو اچولو له پاره ودریدلم اود مازدګر د لمونځه وخت وو هم و تیل مې واچول وروسته مې ځوانانو ته وویل: که مو خوښه وي د مازذګر لمونځونه به وکړو؟ خو ځوانانو ځواب هېښوونکی و! زماڅنکه ته ناست ځوان په دوی کې لیږ م شر و او داسی ښکاریده چې د دوی د سفر مشر هم دی شاته یې خپلو ملګرو ته وکتل وروسته یې زما د لمانځه کولو د پوښتنې په ځواب کې راته وویل: مونږ خو لمنځونه نه کوو..

ټیکسي ډریور وایي: زه حیران شوم چې دا څه وایي داسې مسلمانان هم وي چې لمانځ نه کوي! ورته ومې ویل: یارانو! دا منم چې تاسو ځوانان یئ. هر څه به کوئ خو لمونځ باید هیحکله پرېنږدو له الله سره داړیکوهمدا یوه لاره راپاته ده دا لاره باید هیڅکله ونه تړو او لمونځ خامخا باید وکړو.ټیکسی ډریور وایی: ځوانانو پخپلو کې یوه بل ته وکتل او زما څنک ته ناست مشر یې راته وویل سمه ده ځه چې لمنځونه وکړو،لمنځو ته ښکته شوو،اودسونه مو وکړل او زه د لمانځه دامامت له لپاره مخته شوم څلورو واړو ځوانانو اقتدا راپسي وکړه مسافرانه دوه رکاته لمونځ اوسلام مې واړوه چې مخ مې را وګرځاوه هغه مشر یو یې لا په سجده پروت و.

موږ ټول ورولاړ شوو چې ځوان مو وښوراوه له حرکته لویدلی و او مهربانه الله ته یې روح سپارلی وه! ملګري یې سخت خپه او ټول په ژړا شول او یوه ملګري یې زیات ژړل، وروسته هغه ماته وویل چې دا زما مشر ـ ورور دی او باور وکړه چې دا پنځلس کاله کیږي چې لمونځ یې نه وکاوه! خاتمې پټي اونامعلومه دي، په مرګ هیڅ باور نشته، او مومن باید دهر لمانځه په مهال په دې فکر وي چې شونې ده دا یې وروستی لمونځ وي لکه په یوه حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی ورته ویې ویل: یارسول الله! په لنډه توګه مې پوه کړه، هغه ورته وویل: چې کله لمانځه ته لاړ شې داسې لمونځ کوه لکه همدا دي چې ورستی لمونځ وي. [عن أبي أیوب رضي الله عنه قال: جاء رجل الی النبي صلی الله علیه وسلم ، فقال: یا رسول الله، علمني وأوجز، قال : اذا قمت في صلاتک فصل صلاة مودع. رواه احمد و ابن ماجه.] الله مو دی لمونځونه د سترګو یخوونکی وګرځي او الله دي زموږ خانمې په ایمان او ښواعمالو کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x