ټولنیزه برخه

د حضرت ابوبکر شبلی رحمة الله علیه او يوه حاجي مرکه

عبدالمالک همت

د حضرت ابوبکر شبلی رحمة الله علیه او یوه حاجي د اند پاروونکي مرکې څو د پام وړ ټکي:
شبلي: تا حج ته تر تلو دمخه د حج پوخ نیت وکړ؟

حاجي: هو! ومي کړ.

شبلي: نو تر دې وروسته دی د هغو ټولو ارادو د پرېښوولو او له ګناهونو څخه د ګوښه اوسېدلو نیت او ژمنه هم وکړه؟
حاجي: نه، دغه نیت مي نه دی کړی.

شبلي: کله چی تا احرام وتاړه نو ټول بد او ناوړه کارونه دي هم پر ځان حرام کړل؟ او له لوی څښتن جل جلاله ماسوا دي له بل هر څه څخه شلوون وکړ؟

حاجی: نه! زما دې خبرو ته نه دی پام سوی.

شبلي: تا لبیک ووایه؟

حاجی: هو، ومي وایه.

شبلي: نو د لوی څښتن له لوری مو ددې لبیک په جواب کي لبیک تر لاسه کړ؟

حاجی: نه ماته خو کوم جواب نه دی راکړه سوی.

شبلي: ښه دا راته ووایه چي کله ته پر عرفات و درېدلې نو حق او حقیقت دي مشاهده کړ او حق ته تسلیم او له ناحقو بېزاره سوې؟

حاجي: نه زما دې خبرو ته نه دی فکر سوی.

شبلي: تا په مزدلفه کي نفساني خواهشونه پرېښوول؟

حاجي: نه زما دې خبرو ته هم نه دی پام سوی.

شبلي: رمي دي وکړې؟

حاجی: هو، ومي کړې.

شبلي: دغه مهال د بدو ملګرو او ناوړه هیلو له ځانه د لیري غورځولو فکر هم درسره پیدا سو؟

حاجي: نه دا فکر مي نه دی کړي.

شبلي: آیا ذبح دي وکړه؟

حاجي: هو، پسه مي حلال کړ.

شبلي: د دې سره دي خپل نفس هم وواژه؟

حاجي: نه دا کار مي نه دی کړی.

شبلي: نو ته بېرته ولاړ سه او د پورته ټکو په پام کي نیولو سره سم له سره حج وکړه.

گفتم ای دوست پس نکردی حج
نه شدی در مقام محو مقیم
گرتو خواهی که حج کنی پس ازین
این چنین کن که کردمت تعلیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x