شعـــــرونه

له خوښيو سره

دځوانى عمر مى تيريږي له مستيو سره
لاس  او ګـريـــوان  يمـه  شــيـن  زړه لــه  اسـوېليو سره

د انقلاب وناكردو ته حساب چا نيولى
څو مړوندونه راته مات شول له شرنګيو سره

وطنه خپل مي يې اوخپل دي يم اوخپل به مي يې
درته به يونه شم هيڅكله له پرديو سره

چي دښامارپه څېريې خولې را اچولې درګرد
هغه ظالم راته راغلى له زاريو سره

څه وكړم واياست وطنوالوفيصله پرغليم
وار مي ترې واخلم كه يې پرېږدم له هستيوسره

ترڅوبه تم كړي زنګ وهلي زولنې موغازيان
ترڅو به مله وي يرغلګر له اربكيوسره

ته رڼې اوښكې څڅوه لكه شبنم پرباړخو
زه در روان يمه الهامه له خوښيوسره

۲۰۱۳ اكتوبر ۲۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x