ادبي لیکني

رژېدلی ګل/ مروت درد

مروت درد

ددې وطن بې احساسه چارواکي دې دخپلې شتمنۍ او جاه وجلال باټي نه ولي، ځکه ددوی په بې شمېره شتمنۍ او ډېرو امکاناتو کې داسې تنکي ماشومان هم خوارۍ، مزدورۍ کوي چې، لا پرې دخدای حق هم نه وي.

ماښام په امیر شهید بڼ کې د ډاکټر شرافت همت سره ناست وم، پر انسانیت مو بحث کاوه، پر دې غم مو ژړل چې، ولې انسانان یو پر بل دپخوا په شان زړه نه خوږوي!؟ ولې یو له بله مړه خوا دي!؟ ولې انسانان یو پر بل رحم نه کوي!؟ ولې د یو بل وینو تویولو ته تږي ناست دي!؟ او ولې دانسانانو عاطفه پر یو معیوب او بې وسه انسان اور نه اخلي!؟

انسانيت خو له هر مذهب لوړ دی، انسان ولې دومره ذلیل شي چې دمذاهبو په افراطي مینه کې نور انسانان دل کړي، ځان هم غرق کړي، نور هم دمرګ تر کومي ورسوي.

تیاره خورېده، دهوټل رنګینې نظارې مو سترګې برېښولې، نری شمال لګېده، ګڼو نورو هم پارک ته د ښار له شور ماشوره پناه راوړې وه، څوک ناست وو او څوک پراته. موږ یو بل ته خوله په خوله ناست وو، دښار په همدې تیاره غونې کې پر ملا کړوپ شوي ځوان سلام وکړ، په پاړسي یې وویل: ((برادرهای قندم! تمام روز در جاده سرک نشتیم ولی کار پیدا نه کردم، خانه ام درکنار میدان هوایی است، سی روپۍ کرایه بریم بتی که خانه برویم.))

ولړزېدم، فکر مې کاوه چې، دا مظلوم او بېچاره وطنوال به په کور کې څه ولري چې دلته یې دا حال دی!؟ چاته د سوال لاس په اسانۍ نه غزول کېږي، سخت بد زور لري، خو فقر او بې وسي به درته ډېرې سختې اسانه کړي. دغه ځوان مو رخصت کړ، دواړه شېبه غلي وو، هسې حیران، حیران مو یو بل ته وکتل، زه پوه شوم چې ډاکټر همت له ما او زه له ډاکټر همت نه ډېر ودردېدم، ددې وطنوال دې بې چاره ګۍ ددواړو په خولو مهر لګولای وو، ځینې شېبې دومره دردونکې وي چې، الفاظ یې په ځان کې نه شي مطغم کولای، ناوخته و، چې له پارک نه راپاڅېدو؛ ملا د ماسختن اذان وکړ، پر لار د ګڼو موټرو رش جوړ و، د سړک پر غاړه خال، خال ښاریان کور ته رهي وو، موږ دواړه هوایي پُل ته نژدې وو چې په یو ماشوم مو سترګې ولګېدې، دا ماشوم د سړک پر غاړه له خپلې وړې بکسې سره چې د پاسه پرې دبوټانو او څپلکو درنګ سامان ایښی و؛ ناست و. سر یې په خپلو زنګنونو ایښی و، ور نژدې شوم، دماشوم پر اوږه مې لاس کېښود، غلی یې سر را اوچت کړ،

— کور ته نه ځې!؟

— چې سل روپۍ برابرې کړم بیا به لاړ شم.

— اوس خو نیمه شپه ده، له دې وروسته خو خلک په دې لار نه راځي، سل روپۍ به څنګه پوره کړې!؟

— تر کور مې سل روپۍ کرایه ده، مور مې فالج وهلې، هغې ته یو شربت هم وړم.

— راځه چې ځو، ناوخته دی، سبا به بیا کار ته راشې.

— نه چې سل روپۍ وګټم؛ بیا به لاړ شم. پلار مې راته ویلي؛ تر څو چې دې سل روپۍ نه وي ګټلي؛ کور ته را نه شې.
ماشوم له دې ویرېده چې کور ته په تګ به سل روپۍ له کومه کړي!؟ هلته به دخپل نامراد پلار په وړاندې څه جواب وایي!؟

بکسه کې مې دماشوم د رنګ ډبي او بُرسونه واچول، د شرافت همت رنګ الوتی و، ما هم په زړه ډېر وژړل، ښه ډېر، خو ظاهراً مې زړه کلک کړی و، په لار کې مې له ماشوم وپوښتل:

— کور دې کوم ځای کې دی!؟

— بهسودو کې.

— پلار دې څه کار کوي!؟

— مزدوري کوي.

—له تا مشران ورونه شته!؟

— هو شته، له ما مشران دي، پلار مې هغوی ته ودونه کړي، له موږ بېل دي.

— څه وخت له کور نه راوتلای یې؟

— سهار.

— ډوډۍ دې خوړلې!؟

—لس بجو پورې مې شل روپۍ وګټلې، په هغې مې ډوډۍ وخوړه.

ډاکټر همت ته مې وویل: ددې ګلالي ماشوم د لوبو وخت دی، ده باید مکتب ویلای وای، د رنګ د بکسې پر ځای باید دده په لاس کې د مکتب بکسه وای! خو ناځوانې غریبۍ له ده د ماشومتوب ټولې خوښۍ اخیستي دي.

له مشرانو مې اورېدلي وو، د ماشومتوب ژوند خو د بې غمۍ ژوند وي، ماشوم پکې د نړۍ له هر غم ناخبره وي، خو سر مې څنډ واهه، دا خبره هسې دواغ راته ښکاره شوه، ځکه دا ماشوم به په راتلونکي ژوند کې د خپل بې نیازه ماشومتوب کومه قیصه چاته بیان کړي!؟

کشری ورور مې سترګو ته ودرېد، زړه کې راتېرېدل: کۀ کشری ورور مې په دغسې بوږوونکي حالت کې وګورم؛ څه احساس به وکړم!؟ ایا د نړۍ د شتمنو خلکو له مینځه به د خپلې ټولنې یو بدرنګ تصویر په خپل ذهن کې جوړ نه کړم!؟ وبه نه دردېږم!؟ د خپل سکني ورور تروړل شوې خوشالۍ ته به د حسرت اوښکې تویې نه کړم!؟ ریښتیا یې ویلي:

((پردی غم تر واورې سوړ وي.)) دلته څوک پردي غمونه غمونه نه ژاړي، دلته څوک په چا رحم نه کوي، دلته پر یو مظلوم انسان د چا انساني عاطفه نه راویښېږي، دلته د انسانیت لوی مذهب ته څوک احترام نه کوي او …

دهمدې مظلوم ماشوم په ولایت کې د ولایت پر څوکۍ ناست والي کۀ یوه ورځ غوړې ښورواوې ونه خوړې او اصراف یې ونه کړ؛ ددې مظلوم ماشوم ژوند تضمیندلای شي.

کۀ په مجالسو او محافلو کې د انډیوالانو له مینځه د غیرت په نامه بې ځایه اصراف ختم شي او پر ځای یې بې ځایه لګوونکې مصرف غریبو او بې چاره وو ته ورکړل شي؛ نه یوازې دا چې د یو بېچاره ژوند به د غریبۍ له تورتمونو راووځي؛ بلکې دخدای تعالی په وړاندې به مو د دین اساسي دنده او رسالت تر سره کړی وي.

همدې فکرونو کې وم چې د کامې هډې ته ورسېدو، ماشوم ته مې سل روپۍ کرایه ورکړه، موټروان ته مې وسپاره او تحقیق مې پرې وکړ چې، ماشوم هر ځای وغوښتل؛ ښکته یې کړه چې کور ته لاړ شي.

په منډه، منډه مې د ماشوم د ژوند ترخه تراژیدي ورته بیان کړه، د ډرېور دې کور ودان وي، وعده یې راکړه چې ماشوم به امانت، سلامت خپل کور ته ورسوي، مننه مې ترې وکړه او موږ ترې د اوسېدلو خپلې کوټې ته را روان شو.

دا زما د وطن لومړۍ تراژیدي نه ده، ددې ماشوم په څېر په سلهاوو کورنۍ د فقر او نېستۍ د شرموونکې بلا تر سیوري لاندې ژوند تېروي، دانسانیت او اسلامیت تقاضا داده چې، خپل همنوعه او غریب بېچاره سره د خپلې خولې ګوله نیمه کړو او د ژوند په دې اوږده مزل کې د مخکې تګ لپاره لاسونه ورکړو.

هو، موږ کۀ وجدانونه د انصاف په تله وتلو او د صداقت او ایماندارۍ له مخې عمل وکړو؛ زموږ له شامته به ډېر لوېدلي او مجبور وطنوال په خپلو پښو ودرېدلای شي او ارام ژوند به وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x