شعـــــرونه

حیرانونکئ حقیقت

یونــــااهــله کــــورنۍ په شیخ پــــوره کې
چي لـــه ښځې وه دزوئ زوئ په اسره کې

ددې ښځې څــــلورلــــوڼې ګل غوټئ وې
دخالق لــــه لــــــوري سرپرسرډالۍ وې

ټوله کــــوریه په څپوکــــې درحمت وو
خـــــــودښځې ومېړه تــــــــه ذلالت وو

خالق ورکړله پنځمـــه لـــــورتحفه کې
دغــه کورشودرحمت نــــوې څپه کې

ددې  ښځې مــــېړه دارنــګه دانان وو
چي وتلئ یه له زړه شیرین ایــمان وو

خپلې ښځې ته هغه وخت په غصه شو
دپنځمې لورکۍ پلارسي دادلـــــه سو

خپلې ښځې تــــــه یې وکړه داخبره
واره نه خوري مـاته نه مي یې دلبره

درکــــــوم داسي سزاپــــه دادنــــیا کي
ســي هیچا نــــه وي لیدلې پـه هیچاکې

یوه نه ده دوي دي نه دي اوس پنځه سوې
زمـا دزړه دارمــــانونوهیلــــي څه سوي

دانــــا اهلــــــه پلار دخپلې ښځې خواته
ورروان شوڅــــــــو دا وسپآري سـزاته

په ډيرجــــبریې دښځې خوله کړه وازه
ښه چاره یـــې دمرګي کړه ورته سازه

دهغې خوله کښي یه توی کړلو تېزاب ده
دمرګي یه ورتــــه جوړ کړلو عذاب ده

عمــــــــــری دجهنم یــــــوه صحنه وه
داصحنه پـــــــــرخوارکۍ دشیخ پـوره وه
—-
په درناوي

نظم .محمدعلی عمری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x